طالبان: ناروی کې د افغانستان د سفارت قونسلي فعالیتونه پيلیږي
۱۴۰۴ فروردین ۲, شنبهد طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت د شنبې (د مارچ میاشتې ۲۲ نیټه) په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د ناروی هیواد په پلازمېنه اُسلو کې د افغانستان سفارت سر له دوشنبې ورځې څخه خپل قونسلي خدمات پيلوي.
که څه هم طالبانو په دې اړه په رسمي ډول نور جزویات نه دي وړاندې کړي، خو په ناروی کې میشتو افغانانو ته د قونسلي خدماتو بیا پیلیدل یې یو مثبت ګام بللی دی.
سره له دې چې یو شمیر رسنیو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په نقل رپوټ ورکړی دی چې نجیب الله شیرخان په اُسلو کې د افغانستان د سفارت د لومړي سکرتر په توګه معرفي شوی دی، خو د ناروی چارواکو او طالبانو په دې اړه چې ایا په اسلو کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارل شوی او یا دا چې دغه ډله یې منلې ده، په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
دغه اقدام په ناوری کې د یو شمیر ښځینه فعالانو له غبرګون سره مخامخ شوی دی او دوی په دې اړه په ناروی کې د میشتو افغانانو پر خاموشۍ نیوکه کړې ده.
په ناروی کې د ښځو یوې فعالې مینه رفیق لیکلي دي: «راځئ لکه د تل په څیر یو لاس پر بل کیږدو او ننداره وکړو، [...] اوس طالبان په اروپا کې ستاسې د کور تر دروازې پورې رسیدلي دي، غږ پورته نه کړئ.»
په ناروی کې د افغانستان د سفارت فعالیت د تیر کال په سپټمبر میاشت کې وروسته له هغې وځنډول شو چې طالبانو د همدې کال د جولای میاشتې په پای کې اعلان وکړ چې د ناروی په ګډون په اروپا کې د افغانستان د ډیر شمیر دیپلوماتیکو نمایندګیو فعالیتونه چې د افغانستان د پخواني حکومت د دیپلوماتانو له خوا اداره کیدلې، د اعتبار وړ نه دي.
نوموړي سفارت په هغه وخت کې په یوه اعلامیه کې لیکلي و«د کوربه هیواد د رسمي غوښتنې په اساس دغه نمایندګي خپل فعالیتونه د ۲۰۲۴م کال د سپټمبر له ۱۲ نیټې څخه ځنډوي.» سفارت ویلي و چې د سفارت ودانۍ د ناروی بهرنیو چارو وزارت ته سپارل کیږي.
په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنیدو څخه د نږدې څلورو کلونو په تیریدو هم تر اوسه پورې د نړۍ هیڅ کوم هیواد د دغې ډلې اداره د افغانستان د قانوني حکومت په توګه په رسمیت نه ده پيژندلې.
خو یو شمیر هیوادونه له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د افغانستان سفارتونه یې د دغې ډلې دیپلوماتانو ته سپارلي دي.
ناروی یو له اروپايي هیوادونو څخه ده چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو راهیسې له دغې ډلې سره په تعامل کی ده.
ناروی د افغانستان په اړه د دغې ډلې د استازو، د هغو له جملې څخه د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په موجودیت کې د غونډو کوربتوب کړی دی. دغه هیواد له دې کبله د بخښنې نړیوال سازمان د نیوکو سره مخامخ شوی دی.