«اسد ته د وفادارو پر ضد عمليات پای ته رسيدلي»
۱۴۰۳ اسفند ۲۰, دوشنبهد سوریې د دفاع وزارت دا اعلان نن، دوشنبه (د ۲۰۲۵م کال د مارچ ۱۰) کړی دی. د سوریې د دولتي خبري آژانس «سنا» له لارې په خپرې شوې يوه اعلاميه کې د دفاع وزارت وياند حسن عبدالغني، وويل چې امنيتي ځواکونو یې هېواد ته متوجې ګواښونه او په لاذقيه او طرطوس کې د مديترانې په ساحل کې د «رژيم پاته شوني» له منځه وړي دي.
عبدالغني وويل: «د دې په لاسته راوړولو سره موږ د پوځي عملياتو پای اعلانوو.»
اړونده موضوع: څارونکي: د اسد له پلویانو سره نښتو کې تر ۷۰ ډېر کسان وژل شوي
نوموړي «د ټولو اهدافو د ترلاسه کولو له وجې خپل ځواکونه وستايل.» هغه زياته کړه چې موږ «د دې جوګه شو چې د پرځول شوي رژيم او د هغه د پاتو شويو بريدونه وزغموو او له «مهمو» ځايونو یې وشړو.
د په سونو ملکيانو وژل کيدل
د څار د يوې ډلې په حواله په ساحلي سيمه کې چې د پخواني ولسمشر د پلويانو پوخ سنګر بلل کیږي، د اسد د وفادارو او د هېواد د نويو واکمنانو ترمنځ د نښتو په ترڅ کې تر ۱۰۰۰ کسان چې اکثريت یې ملکیان دي، وژل شوي دي.
په بريتانيا کې مېشته د سوریې د څار ټولنه وايي چې د دوو ورځو په نښتو کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي چې ۷۴۵ یې ملکیان، ۱۲۵ د سوریې د واکمنې ادارې ځواکونه او ۱۴۸ اسد، ته وفادار جنګيالي دي.
که څه هم چې په دسمبر میاشت کې داسد د حکومت د پرځېدو په ترڅ کې وضعيت نسبتاً آرام وو خو په دې وروستيو ورځو د تاوتريخوالي لمن هغه وخت ډېره پراخه شوه چې د نويو واکمنانانو امنيتي ځواکونو د سوریې لوېديځ په ساحلي سیمو لاذاقيه، طرطوس او حماه کې د علويانو د مذهبي ډلې د تازه شورشونو په ځپلو لاس پورې کړ، هغه مذهبي ټولنه چي پرځول شوی ولسمشر بشارالاسد هم ور سره تړاو لري.
خو د څار د ټولنې په حواله دا نښتې د علويانو د غچ اخيستنې په مرګونو بدلې شوې، هغه يوه ډله چې د اکثريت سني مذهبو په حواله د اسد، د حکومت پر وخت ورته ډېر امتيازات ورکول کيدل او ډېر بيوروکراتان او پوځي افسران له همدې ډلې څخه ول.
د سوریې د راتلونکي په اړه اندیښنه
دې تازه تاوتريخوالي د سوریې د راتلونکي د مسير په اړه انديښنې را پارولي دي چېرې چې د احمد الشرع، په مشرتوب پخواني ياغيان او د هغه هيئت تحريم شام ډله د يوه ويشل شوي هېواد د يو کولو هڅه کوي، په داسې حال کې چې د خپل ځواکمنو ګاونډيانو د لاس وهنې سره هم لاس او ګريوان دي.
د ولسمشر اسد، له پرځيدو راهېسې د ترکیې له ملاتړه برخمن ځواکونه له کردي مليشو سره چې د سوریې شمال ختیځ کنترولوي، په نښتو کې ښکيل شوي دي.
د هغو سرچینو په حواله چې له رويترز خبري آژانس سره یې معلومات شريک کړي دي اسرائيل هم په سوریه کې يو شمير ځایونه په نخښه کړي او په امريکا متحده ايالاتو کې لابي کوي څو سوريه ضعیفه وساتله شي.
اړونده موضوع: ترکيه: اسرائیل د جولان پلان له لارې د "پولو پراخولو" په لټه کې دی
د دفاع وزارت وياند حسن عبدالغني، د ايکس شبکې له لارې ويلي دي چې په اغیزمنو سيمو کې دولتي ادارو بيرته په کار لاس پوری کړی دی. نوموړي زياته کړې: «موږ دې ته لاره هواروو چې ژوند نورمال حالت ته را ورګرځي او امنيت او ثبات رامنځته شي.»
د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع، د يکشنبې په ورځ د دې خونړيو نښتو د عاملينو د نیولو هوډ څرګند کړی وو او ويلې یې وو چې هر هغه څوک به حساب ورکولو ته راکش کړي چې د نويو واکمنانان حاکميت يا اختيار یې له پامه غورځولی دی.
د الشرع، له دفتر څخه هم ويل شوي چې د دواړو لوريو له خوا د نښتو او وژنو په اړه د پلټنو په موخه به يوه خپلواکه کمېټه رامنځته کړل شي.
بشار الاسد د تېر کال په دسمبر میاشت کې تر هغه وروسته چې د الشرع، هيئت تحرير شام ډلې یې حکومت وپرځوه، روسیې ته وتښتېد او د څو لسیزو ښکيلاک او يوې ویجاړونکې کورنۍ جګړې ته یې د پای ټکي کيښود.