سوریه:ولسمشر د پنځو کلونو له پاره موقت اساسي قانون لاسليک کړ
۱۴۰۳ اسفند ۲۴, جمعهپر سوریې باندې ياغي ډلې تر کنترول او د بشار الاسد، د حکومت تر سقوط درې مياشتې وروسته د هېواد موقت ولسمشر احمد الشرع، د راتلونکو پنځو کلونو مودې له پاره د موقت اساسي قانون اعلاميه لاسليک کړې ده.
لکه په تېر اساسي قانون کې چې درج وو، د موقت اساسي قانون په سند کې هم راغلي دي چې د هېواد د ولسمشر مذهب به اسلام وي او د مسودې جوړونکې کميټې په حواله اسلامي فقه به «د قانون جوړونې بنسټیز ماخذ» وي.
اړونده موضوع: سوريه: کردي ځواکونو په حکومتي پوځ کې شامليدو ته غاړه ايښې
په دې موقت اساسي قاد سوریې موقت ولسمشر د ټول شموله حکومت جوړولو هوډ څرګند کړینون کې د واک د ويش او محاکمو د آزادۍ تضمين هم ورکړل شوی دی او د ښځو د حقونو او بيان او رسنيو د آزادۍ خبره هم پکې شوې ده.
په دې تړاو نور څه ویل شوي؟
ولسمشر احمد الشرع، په دې هکله وويل: «موږ تمه لرو چې دا به د سوریې له پاره يو داسې نوی تاريخ وي چېرې چې به موږ ظلم پر انصاف باندې بدل کړای شو.»
د ترکیې د يوه پوهنتون استاد عبدالحميد العواک، چې د دې موقت اساسي قانون جوړونکې شورا يو غړی دی او د اساسي قانون د يوه ماهر يا کارپوه په توګه پيژندل کيږي، د پنجشنبې په ورځ د يوه مطبوعاتي کنفرانس پر وخت وويل چې د اساسي قانون د دې اعلاميې موخه «د امنيتي چارو، ټولنې، او حقونو او آزاديو ترمنځ د انډول رامنځته کول دي.»
هغه وويل چې په اساسي قانون کې «د واک د بشپړ ويش» شرط هم ايښوول شوی دی، په داسې حال کې چې د اسد، په ۲۴ کلنه دوره کې د حکومت له لوري په نورو ادارو کې «لاس وهنې» جريان درلود.
نوموړي وويل چې په دې انتقالي دوره کې به له ولسمشر سره اجرايوي واک هم موجو وي، خو يو «فوق العاده اختيار» چې ورته ورکړل شوی دی هغه دا دی چې د «بيړني وضعيت» د اعلانولو واک به هم ولري.
د هیواد نوې ولسي جرګه به د قانون جوړولو بشپړ مسئوليت ولري. د دې ولسي جرګې دوه پر دريمه برخه غړي به هغه کميټه انتخابوي چې ولسمشر به یې غوره کوي او د ولسي جرګې يو پر درېمه برخه غړي به ولسمشر پخپله انتخابوي.
دا موقت اساسي قانون به يوازې د پنځو کلونو مودې له پاره وي او د يوه نوي دايمي اساسي قانون د مسودې له پاره به هم يوه کميټه رامځته کیږي.
د ملګرو ملتونو او کردانو د ډلو غبرګون
د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګيير پيدرسن، وويل چې دی د «قانون د حاکميت د پلي کيدو پر لور د پرمختګ هرکلی» کوي. هغه وویل چې «دا پرمختګ به ممکن يوه مهمه قانوني شته ډکه کرای شي.»
خو د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو ادارې پر دې موقت اساسي قانون د نيوکو په ترڅ کې وويل چې دا د «سوریې له واقعيتونو او د دې له تنوع سره په ټکر دی.»
د چهار شنبې په ورځ د هېواد نويو مشرانو د ملي امنيت د يوې شورا د جوړولو اعلان هم کړی وو. دا نوې امنيتي شورا به «د سياسي او امنيتي تګلارو د مرتبط کولو او همغږۍ» په ګډون هېواد ته د ور پېښو ننګونو په اړه هم پريکړې کوي.
په دې شورا کې به د کورنيو او بهرنيو چارو وزيران او همدا شان د سوریې د استخباراتي ادارې مشران هم شامل وي.
په سوريه کې شورش او تاوتريخوالی
د سوریې انتقالي حکومت دا تازه پريکړې په داسې حال کې کړي دي چې د ولسمشر الشرع، ځواکونه د پرځول شوي ولسمشر بشار الاسد، ته د وفادارو له بغاوت سره مخامخ دي.
تېره اونۍ د اسد پلويانو امنيتي ځواکونو ته کمين نيولی وو او بريدونه یې پرې کړي ول چې تر دې وروسته دتاوتريخوالي يوه لړۍ پېل شوه. د دې تاوتريخوالي په ترڅ کې تر ډېره د علوي اقليت غړي په نخښه کړل شول.
اړونده موضوع: په زرګونو علویانو د تاوتریخوالي له ویرې د روسیې پوځې اډې ته پناه وړې ده
د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه وایي چې د دې تشدد په جريان کې د امنيتي ځواکونو يا متحدو ګروپونو په عملياتو کې څه نا څه ۱۴۰۰ ملکيان ووژل شول، خو د سوریې حکومت اوس د دغه عملياتو د ختمولو اعلان کړی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش، د پنجشنبې په ورځ ويلي ول چې هیڅ شی هم د بې ګناه ملکيانو قتل نه شي توجیې کولی او خبرداری یې ورکړ چې د سوریې «ډېر روښانه راتلونکی په فضا کې ځوړند دی.»
نوموړي زياته کړې ده چې «د انتقالي دورې چارواکو په څو ځلي د ټولو سوريايانو له پاره پر جامع او باور وړ بنسټونو ولاړې يوې نوې سوریې د جوړولو ژمنه کړې ده. اوس [د دغه ژمنو] د عملي کولو وخت رارسېدلی دی.»