سويس: غر ښوېدنې يو کلی تر خاورو لاندي کړی، يو کس لادرکه دی
۱۴۰۴ خرداد ۸, پنجشنبهځمکه پيژندونکو د سويس د بلاتين نومې کلي ته څېرمه چې د کابو ۳۰۰ کسانو ټاټوبی دی، په نږدې وخت کې د غر ښوېدنې وړاندوينه کړې وه. د کلي اوسيدونکي د می پر ۱۹مه نېټه تخليه شوي ول.
د سويس چارواکو د چهارشنبې په ورځ وويل چې ډبرو او يخي په ګډه سره د سويس د يوه غرني کلي يوه برخه لاندې کړې ده.
د سيمه ایزې ادارې يوه وياند وويل چې يو کس بلاتین ته څېرمه چې د سويس د والیس سيمې د لوشنتال د جنوبي درې يو کلی دی، دمګړۍ لادرکه دی.
جيولوجستانو د غر ښوېدنې وړاندوېنه کړې وه
دا غر ښوېدنه د سويس په الپ غرونو کې د يخي د غره يا ګلیشير د جزوي نړېدو له کبله رامنځته شوې ده.
د ماتياس ايبربر، په نامه يوه وياند ويل: «د نه منلو وړ ډېر مواد په دره کې لاندې راوښېدل.»
چارواکو څو ورځې تر مخه خبرداری ورکړی وو چې کيدای شي ۵ ميليونه مکعب متره غر او ډبرې هره شيبه را وښوېږي.
دغه کلی چې څه نا څه ۳۰۰ اوسيدونکي لري، د می پر ۱۹مه نېټه تر هغه وروسته تخليه کړل شول چې ځمکه پيژندونکو وړاندوېنه وکړه چې غر به ژر را وښوېږي.
ايبرنر، وويل چې په بلاتين کې ودانۍ او نورې زیربناوې د غره ښوېدو له کبله سختې اغیزمن شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شويو ويديوګانو کې د ګليشير يا يخي د غره د قسمي نړيدو شيبه ليدل کيږي چې څرنګه ډبرې او خاورې په دره کې را وښوېږي او د کلي تر څنډو رسيږي.
د ډرون په انځورونو کې د خاورو په ستره ډېره کې له لرګې د جوړو شويو کورونو ټوټې ليدل کيږي.
د سويس ولسمشرې کارين کيلر – سوتلر د ځمکې ښوېدنې له کبله د اغیزمنو شويو ملاتړ څرګند کړی دی. نوموړې د ايکس له لارې ویلي: «دا وحشتناکه خبره ده چې کور مو له لاسه ورکړی. زه په دې وخت کې د بلاتین له خلکو سره خواخوږي لرم.»