سويډن: قرآن پاک ته په سپکاوي تورن په جزا محکوم شوی
۱۴۰۳ بهمن ۱۶, سهشنبهد سويډن يوې محکمې د دوشنبې په ورځ د اسلام پر ضد يو کمپاين کوونکی د کرکې خپرولو له کبله تر مجرم بلل کیدو وروسته په نغدي جريمه او تعليقي بند باندې محکوم کړ.
د سویډن يوې سيمه ایزې محکمې په خپله پريکړه کې وويل چې د سویډن تبعه سلوان نجم، «په څلورو مواردو کې د مسلمانانو نژادي ډلې ته د هغو د مذهبي عقايدو پر اساس د سپکاوي له کبله مجرم بلل شوی دی.»
د نجم، سره یې بل ملګری کمپاين کوونکی سلوان موميکا، چې د قرآن پاک د سوځولو په پېښو کې ښکیل وو، تېره اونۍ په ډزو ووژل شو. د ډزو دا پېښه په هغه ورځ ترسره شوه چې په يوه موازي قضيه کې د نوموړي په اړه د محکمي پريکړه بايد اورول شوې وای.
محکمې څه ویلي؟
د ستاکهولم سيمه ایزې محکمې وويل چې نجم او موميکا، دواړو قرآن کريم ته سپکاوی کړی او د اسلام، د هغه د استازو او همدا شان د مسجدونو د فعاليتونو په اړه یې له سپکاوي ډکې څرګندونې کړي.
د سویډن د «Dagens Nyheter» ورځپاڼې د رپوټ په حواله محکمې استدلال وکړ چې د قرآن پاک د سوځولو د پېښو انګیزه «د عيني بحث او انتقاد له پولو تېره وه.»
محکمې زياته کړې ده چې د قرآن پاک د سوځولو له دغو پېښو سره په «قصدي توګه د مسلمانانو ټولنو ته سپکاوی څرګند شوی.»
اړونده موضوع: سویډن: د قران کریم سوزونکی د بند په سزا محکوم شو
مشر قاضي ګیوران لونداهل، په يوه اعلاميه کې چې د سویډن په يوه قضايي انترنت پاڼه کې خپره شوې، استدلال کړی که څه هم چې د بيان د آزادۍ په چوکاټ کې دننه پر مذهب باندې د انتقاد له پاره زمينه شته خو دا آزادي چا ته د دې اجازه نه ورکوی چې په داسې اقداماتو لاس پورې کړی چې د يوې ډلې د عقيدې پر اساس د هغوی د سپکاوي باعث شي.»
په اعلاميه کې راغلي: «د يوې قومي او يا نژادي ډلې پر وړاندې د لمسون جرم د بيان آزادي محدودوي. له همدې کبله جزاوې په پابندۍ سره باید عملي شي.»
د نجم، وکیل وويل چې دوی به د دې پريکړې د بياکتنې غوښتنه وکړي.
د رويترز خبري آژانس د دغه وکيل له قوله ويلي: «زما موکل داسې ګڼي چې د هغه څرګندونې پر مذهب د انتقاد د آزادۍ په چوکاټ کې دننه دي چې د بيان په آزادۍ کې شامليږي.»
د قرآن د سوځولو پېښو پراخ بحثونه راپاولي ول
په ۲۰۲۳م کال کې د قرآن سوځولو پېښو د بيان د آزادۍ د حق او د نژادي او مذهبی ډلو د حقونو ترمنځ پر انډول باندې بحثونه را وپارول.
دا پېښې همدا شان د ډېرو عربي او مسلمانو هېوادونو له لوري وغندل شوې او له ستاکهولم سره یې د اړیکو د خړېدو باعث شوې.
د تېر کال په اګست میاشت کې موميکا او نجم، په ۲۰۲۳م کال کې په څلورو مواردو کې «د يوې قومي ډلې پر وړاندې په لمسون تورن شول.»
د تورونو په نوملړ کې راغلي ول چې دې دوو کسانو د قرآن کريم په سوځولو سره د مسلمانانو مقدس کتاب ته سپکاوی کړی او د مسلمانانو په اړه یې له سپکاوي ډکې څرګندونې کړي دي. په لږ تر لږه دوو مواردو کې دغه څه د ستاکهولم د يوه مسجد دباندې رامنځته شوي.
محکمې د دوشنبې په ورځ وويل چې د موميکا، قضيه د هغه تر وژل کیدو وورسته اوس تړل شوې ده.