د سوریې د وضعیت په اړه منځني ختیځ ته د المان د ولسمشر سفر
۱۴۰۳ بهمن ۱۵, دوشنبهد المان ولسمشر فرانک ولټر شټاین مایر د دوشنبې په ورځ (د فیبرورۍ میاشتې ۳ نیټه) سعودي عربستان، اردن او ترکیې ته خپل دوره اي سفر په رسمي ډول پیل کړ.
د المان د جمهوري ریاست په اعلامیه کې راغلي دي چې دغه درې هیوادونه د منځني ختیځ په سیمه کې مهم لوبغاړي دي او په دې سیمه کې د ثابت له پاره اهمیت لري.
د المان ولسمشر به په دغو درو هیوادونو کې د لوړې کچې سیاسي خبرې اترې ولري. د دغو خبرو اترو اصلي محور په سیمه کې امنیت او ثبات او د بشري مرستو په برخه کې، په ځانګړي توګه غزې او سوریه کې همکاري ده.
الماني رسنیو رپوټ ورکړی و چې د شټاین مایر دغه دوره د ۲۰۲۴م کال په نومبر مياشت کې پلان شوی وه، خو د المان د ایتلافي حکومت د سقوط له کبله دغه سفر وځنډید.
په همدې منځ کې په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم له پرځېدو سره د دې سفر ارزښت نور هم زیات شوی دی. شاوخوا یو میلیون سوریایي پناه غوښتونکي په المان کې ژوند کوي. د دې خبرې په پام کې نیولو سره د المان حکومت اراده لري چې د سوریې په بیارغونه کې مهم رول ولري.
شټاین مایر اراده لري چې په سوریې کې له سیاسي تغیراتو وروسته د سیمې په اوسني وضعیت ځان پوه کړي. د سفر په پیل کې به هغه په ریاض کې د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان، سره چې د سعودي واقعي حاکم دی، وویني.
بن سلمان، تیره ورځ په ریاض کې د سوریې د نوي مؤقت ولسمشر احمد شرع، هرکلی وکړ. ویل کیږي چې شرع به څو ورځې وروسته ترکیې ته سفر وکړي.
سعودي عربستان او همدارنګه ترکیه په ډیرې چټکۍ سره د سوریې له نویو واکمنانو سره د خپلو اړیکو د پراخولو په حال کې دي او دغه موضوع د المان له پاره هم اهمیت لري.
د الماني رسنیو په وینا شټاین مایر د المان د لومړني ولسمشر په توګه د یوه رسمي سفر په ترڅ کې سعودي عربستان ته ځي. نوموړی مخکې تر دې کله چې د بهرنیو چارو وزیر و هم سعودي عربستان ته سفر کړی و او په وار وار د المان په سیاسي محافلو کې تر نیوکو لاندې راغلی و.
داسې معلومیږي چې په سعودي عربستان کې د وضعیت له بدلیدو سره د دې سفر ماهیت هم بدل شوی وي.
د المان ولسمشر به د خپل سفر په ترڅ کې د سعودي عربستان د ښځو فوټبال ملي لوبډلې له لوبغاړو سره د هغوي د تمرین په ځای کې وویني. سربیره پر دې شټاین مایر به د سعودي عربستان له هنرمندانو سره هم وویني.
ترکیې او اردن ته د سفر پروګرام
فرانک والټر شټاین مایر به د خپل سفر په دوام د سې شنبې په ورځ (د فیبرورۍ میاشتې ۴ نیټه) اردن ته ولاړ شي او د دغه هیواد له پادشاه ملک عبدالله دویم سره وویني.
نوموړی به په اردن کې د خپل سفر په ترڅ کې د «ازرق» په پوځي اډه کې د الماني پوځ له عسکرو سره هم وويني. په دې اډه کې ۲۶۰ الماني عسکر مستقر دي.
د المان ولسمشر به د خپل سفر په پای کې په انقره کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د سوریې د وروستیو تحولاتو په هکله خبرې اترې وکړي.