شټاین مایر به بیا هم د آلمان د ولسمشر په توګه وټاکل شي
۱۴۰۰ بهمن ۲۴, یکشنبهپه هرو پنځو کلونو کې په آلمان کې نوی ولسمشر ټاکل کیږي، البته نه د ولس د مستقیمو رایو له لارې، بلکې د فدرال مجمع (Bundesversammlung) له طریقه په آلمان کې ولسمشر انتخابیږي. دغه بنسټ د آلمان د پارلمان د استازو او په همدې شمیر کې هغه استازي چې ایالتي پارلمانونه یي دغې مجمع ته معرفي کوي، څخه تشکیلیږي.
د آلمان اوسنی ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر چې په ۲۰۱۷م کال کې د لومړي ځل له پاره دې مقام ته انتخاب شو، په قوي احتمال به په دې مقام کې باقي پاتې شي.
نوموړی د ائتلافي حکومت د (سوسیال دیموکرات/ آزاد دیموکرات/ زرغون) ګوندونو له خوا وړاندیز شوی نوماند دی او همدارنګه د اصلي اپوزیسیون (دیموکرات مسیحي/ سوسیال مسیحي) ګوندونو له ملاتړ څخه هم برخمن دی.
شټاین مایر پخپله د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند پورې تعلق لري، خو د جمهوري ریاست په دوران کې د ولسمشر د بې طرفۍ رول او همدارنګه د ټولو خلکو د استازیتوب له امله، دغه چارواکی باید له خپل ګوندي تړاوه لاس واخلي.
د آلمان د جمهوررئیس د ټاکلو په دې دره کې دری څیرې نورې د شټاین مایر د رقیب په توګه په صحنه کې شتون لري: ګرهارد ترابرت چې یو ډاکتر دی د چپیانو د ګوند له خوا جمهوري ریاست ته د نوماند په توګه معرفي شوی دی. ماکس اوته، چې اقتصاد پوه دی او د «آلمان له پاره بدیل» ښې اړخي ګوند له خوا سیالې ته مخته شوی دی او میرمن شتفاني ګباوئر چې فزیک پوهه ده د آزاد او مستقلو رای ورکوونکو له لوري د آلمان ولسمشرۍ ته د نوماندې په توګه په دې رقابت کې برخه اخلي.
خو لکه مخکې چې یادونه وشوه د شټاین مایر هیڅ کوم سیال له اړین ملاتړ څخه برخمن نه دی او هغه (شټاین مایر) به په ډیر قوي احتمال سره په هم هغه لومړي پړاو کې د رایو اکثریت ترلاسه کړي.
د آلمان د فدرال مجمع په دې دوره کې مجموعاً ۱۴۷۲ تنه کیږي چې نیمایي یي د آلمان د پارلمان یا بونډسټاګ او پاتې نیمایي یي هغه کسان دي چې د آلمان د ایالتي پارلمانونو له خوا استول کیږي او په حقیقت کې د ټولنې له ټولو قشرونو څخه استازیتوب کوي.
آژانسونه: ش.ن/ خ.ح