د اسرائيل پوځ په غزه کې د تازه عملياتو د پيلولو اعلان کړی دی
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۹, دوشنبهد اسرائيل د لومړي وزير بنيامين نتنياهو، دفتر له لوري ويل شوي دي چې غزې ته په محدوده توګه بشري مرستې ور پريږدي څو هلته د قحطۍ مخه ونیوله شي.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې مرستندويه آژانسونو په مارچ میاشت کې د اسرائيل له لوري غزې تړانګې ته د مرستو د داخليدو د مخنيوي له کبله د خوارځواکۍ او د قطحۍ له خطر سره خبرداری ورکړی وو.
اړونده موضوع: اسرائیل غواړي د غزې په تراډه کې خپل عملیات پراخ کړي
حکومت وايي چې د فلسطينيانو حماس مليشه مرستې په زور قبضه کوي او بيا یې پلوري څو پرې د اسرائیل پر وړاندې خپل پوځي عمليات تمويل کړي.
په غزه کې پراخ پوځي عمليات
په ټوله غزې تړانګه کې د اسرائيل د پراخو پوځي عملياتو له کبله به چې اسرائيل یې اعلان وکړ، په دغه تړل شوې ساحلي سيمه کې چې د کابو يو نيم کلنې جګړې له وجې لا دمخه ويجاړه شوې ده، د خلکو کړاو نور هم ډېر شي. له همدې کبله د اسرائيل له حکومت څخه دا غوښتني چې مرستو ته اجازه ورکړي، مخ پر زیاتيدونکي توګه عاجلې شوي دي.
د نتنياهو، د دفتر له خوا ويل شوي دي چې قحطي د تهاجمي عملياتو تسلسل له خطر سره مخامخ کولی شي. د اسرائيل د رسنيو د رپوټونو په حواله ساحلي تړانګې ته به د مرستې کاروانونه د نوي پلان شوي ميکانیزم تر فعاليدو پورې له هغو لارو داخل شي چې پخوا هم کارېدلې.
اړونده موضوع: په غزه کي د حماس او اسرائیل سره د جگړې پرضد د فلسطینیانو مظاهرې
د نتنياهو، د دفتر له خوا زياته شوې چې اسرائيل به په دې موخه اقدامات وکړي چې مرسته د حماس لاسو ته ور نه شي.
د غزې کابو ۲،۲ ميليونه وګړي تقريباً په بشپړه توګه له بهر څخه پر مرستو متکي دي. د ملګرو ملتونو د بيړنيو مرستې همعږي کوونکي خبرداری وکړ چې د ۲،۱ میليون فلسطينيان لا دمخه د بشري مرستو درېدو له کبله د قحطۍ له ګواښ سره مخامخ دي.
فلسطينيان د ځمکنيو عملیاتو اغیزې احساسوي
د غزې د شمال اوسيدونکي د یکشنبې ورځې له اعلان راهېسې په ډله ایزه توګه د تېښتې په حال کې دي. عيني شاهدانو ويلي دي چې کورنۍ له خپلو ویريدلو ماشومانو سره د جنوب پر لور حرکت کوي او نور چې د مرګ ژوبلې د لوړ شمیر ادعا کوي.
د رپوټونو پر اساس په سونو کورنۍ وتلي دي چې ډیری یې په پښو د جنوب پر لور روانې دي.
يوسف ناصر، هم له دوی څخه دی. د بيت الاهيه سيمې دا د پنځو اولادونو پلار وايي چې تر ټولو کشر ماشوم یې د اسرائيل تر يوه بريد وروسته د رامنځته شوې چاودنې راهېسې خبرې نه دي کړي.
اړونده موضوع: یونسف: په دوو اونیو کي په غزه کي څه د پاسه ۳۰۰ کوچنیان وژل سوي
هغه وايي: «ما مې اولادونو ته وويل چې تېښته وکړئ.» د نوموړي په حواله هغه او کورنۍ یې غزې ښار ته پر لاره دي.
ځايي اوسيدونکو ويلي دي چې د جباليه او بيت الاهيه ښارګوټو ځينې سيمې د درنو هوايي بريدونو په ترڅ کې په بشپړه توګه ویجاړې شوي دي. عيني شاهدانو ويلي دي چې د بريدونو په نتيجه کې تلفات هم اوښتي دي.
د حماس د وسله والې ډلې تر کنترول لاندې رسنۍ دفتر په حواله کابو ۲۰۰ زره فلسطينيان په دې وروستيو ورځو کې د جباليه او بيت الاهيه ښارګوټو څخه وتلي دي.
د نتنياهو، حکومت په نويو عملياتو سره غواړي چې پر حماس باندې فشار ډېر کړی څو د هغو يرغمل شويو آزاديدل ډاډمن کړي چې اوس هم د دغه وسله والې ډلې په ولکه کې دي.
د حکومتي سرچينو په حواله د دې عملياتو يوه موخه دا هم ده چې فلسطينيان د غزې له شمال څخه جنوب ته حرکت وکړي.
له ځمکنيو عملياتو د مخه د شپې له خوا تلفات
د يکشنې په ورځ، فلسطيني روغتيا پالانو وويل چې څه نا څه ۱۱۰ کسان د شپې له خوا تر يکشنبې سهاره پورې وژل شوي دي. همدا راز زياته شوې ده چې ډېر شمير ټپيان هم دي.
د فلسطينيانو د «وفا» په نوم خبري آژانس چې د مړو شمیر ۱۰۸ تنه ښيي، ويلي دي چې زياتره قربانیان ښځې او ماشومان دي. د ادعاو پر اساس بريد د بې ځایه شويو کسانو لس خیمې په نخښه کړي دي. خو دا تلفاتو په سملاسي توګه د خپلواکو سرچينو له لوري نه دی تائيد شوي.
د اسرائيل پوځ ويلي چې يوه پلټونکي ډله د دې پېښې په اړه څېړنې کوي.
اړونده موضوع: نتانیاهو: پرحماس باندي پوځي فشار اغیزمن واقع سوی
د وفا خبري آژانس همدا شان د ټولې ساحلي سيمې په بېلا بېلو سيمو کې د څو خونړيو بريدونو رپوټ ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د حماس تر کنترول لاندې روغتيا وزارت د يکشنې په ورځ وويل چې د غزې په شمال کې وروستی دولتي روغتون هم دغه ودانۍ ته څیرمه د اسرائيل د بمباريو له کبله د فعاليت وړ نه دی.
د اسرائیل پر لور د دوو توغندي توغول
د اسرائيل د پوځ په حواله د حماس ډلې له لوري چې د اسرائيل او امريکا په ګډون د يو شمیر هېوادونو له لوري د ترهګر سازمان په توګه درجه بندي شوې، پر اسرائيل باندې دوه توغندي توغول شوي دي.
زياته شوې چې يو توغندی په هوا کې خنثی کړل شوی او بل پر يوه ميدانی لګېدلی دی. د اسرائيل په سرحدي ښارګوټي کې د توغندي د خبرداري سګنال هم فعال شوی وو. د تلفاتو يا زيان په اړه په سملاسي توګه رپوټ نه دی ورکړل شوی. په دې وروستيو کې د غزې تړانګې څخه دا ډول بريدونو ډېر لږ شوي دي. د سې شنبې په ورځ د فلسطينيانو د «اسلامي جهاد» ډلې له لوري پر اسرائيل درې توغندي فېر شوي ول.
اسرائیل: د حماس د مشر ورور مو وژلی
د اسرائيلي رسنيو د يکشنبې ورځې د رپوټو په حواله په دې منځ کې د اسرائيل د دفاع وزير اسرائيل کاتڅ، په دې آند دی چې د حماس د وژل شوي مشر يحي سنوار، ورور څو ورځې تر مخه په غزې باندې د بريد په ترڅ کې وژل شوی دی.
د « ynet» خبري ويبپاڼې د کاتڅ، له نقلې قوله ويلي «که څه هم چې تر اوسه رسمي تائيد نشته خو ټولې نخښې دا دي محمد سنوار، وژل شوی دی.»
محمد سنوار، د يحيی سنوار، چې پر اسرائيل باندې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر د ۷مې نيټې طراح بلل کیږي، کشر ورور دی. هغه تېر کال په اکتوبر میاشت کې پر غزه باندې د اسرائيل د پوځي عملياتو پر وخت ووژل شو.
اړونده موضوع: ترمپ ضرب الاجل ټاکلی؛ حماس د ټولو يرغمل کسانو د وژلو گواښ کړی
د اسرائيل رسنیو د سې شنبې په ورځ د غزې د جنوب په خان يونس کې تر بريد وروسته خبر ورکړی وو چې د دې بريد هدف محمد سنوار دی خو چارواکو په دې اړه د نظر څرګندولو ډډه کړې وه.
د روغتون د رپوټ په حواله په دې بريد کې څو کسان وژل شوي. د اسرائيل پوځ بيا ويلي چې «د حماس د قوماندې د کنترول په يوه مرکز کې پر ترهګرو دقيق برید» ترسره شوی دی.
د عربي رسنيو د يوه نا تائيد شوي رپوټ په حواله د محمد سنوار، جسد د خان يونس په يوه تونل کې موندل شوی، خو د اسرائيل پوځ د يکشنې په ورځ دا موضوع تائيد نه کړه.
په غزه کې جګړه د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې پر اسرائيل باندې د حماس ډلې تر يوه بريد وروسته چې څه نا څه ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول او تقریباً ۲۵۰ کسان يرغمل کړل شول، پېل شوه.
د حماس تر کنترول لاندې روغتيا وزارت په خبره د دې جګړې په ترڅ کې چې تر يو نيم کال ډېره موده یې کیږي، په غزې تړانګه کې تر ۵۳ زرو او ۳۰۰ ډېر فلسطينيان وژل شوي دي. دا ډله د جنګيالو او ملکیانو ترمنځ تفکيک نه کوي او دا شمیر په خپلواکه توګه د تائيد وړ نه دي.