هندوستان: د اور په سر د ګرځېدو په مراسمو کې شپږ کسان مړه شوي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۳, شنبهد هندوستان د ګوا ایالت اعلی وزیر، پرامود ساونت، په یوه اعلامیه کې ويلي چې دغې «پېښې سخت خپه کړی دی.» پېښه د شنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې د ګوا ایالت د شیرګاو کلي په لایرای ديوي معبد کې رامنځ ته شوې ده.
ساونت خبریالانو ته وویل: «شپږ کسان حتی مخکې تر دې چې روغتون ته ورسول شي، مړه شوي دي.»
د ګوا ایالت د عامې روغتیا وزیر، ويشواجیت رین، وویل چې په دغه ازدحام کې «نژدې ۸۰ کسان» ټپیان شوي هم دي.
وزیر زیاته کړه: «د پنځو ټپیانو وضعیت نازک دی چې وينټيلاټورونه (د مصنوعي تنفس ماشين) ورته لګول شوي دي، او پاتې نور هم په عاجلو برخو کې تر ځانګړو درملنو لاندې نیول شوي دي.»
د هندوستان د صدراعظم نریندرا مودي دفتر د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.
لایرا زاترا د هندوستان په ګوا ایالت کې د هندوانو یو له مهمو مراسمو څخه دی چې د اور په سر ګرځېدو سره لمانځل کيږي.
د هندوستان د مذهبي مراسمو او جشنونو په ګڼه ګوڼه کې مرګونې پېښه معمول دي. د روان کال په سر کې د هندوانو د کومبه په نوم لویه مذهبی میله کې هم لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شول.
له آرشیف څخه: