ایران کې شپږ افغان مهاجر په يوه ترافیکي پېښه کې مړه شوي
۱۴۰۰ آذر ۲۳, سهشنبهاعلان
د یزد ولایت د بیړنیو خدماتو ادارې مشر احمد دهقان د مهر په نوم خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه پېښه د یزد مرکزي ښار ته څیرمه رامنځ ته شوې ده او په ترڅ کې یې یو موټر له لارۍ سره جنگیدلی دی.
د نوموړي په خبره په دغه ترافیکي پيښه کې په مړو شوو کسانو کې یوه ښڅه هم شامله ده. زیاته شوې ده چې د ټپیانو روغتیایي حالت کړکیچن دی. په لارۍ موټر کې څوک ټپیان شوي نه دي.
د ایران په مرکزي ولایتونو کیرمان او یزد کې په ترافیکي پېښو کې زیاتره مهال افغانانو ته تلفات اوړي.
د ایران سیستان – بلوچستان ولایت ته داخلیدو وروسته په دښته کې موټر ډیر په لوړ سرعت مزل کوي، څو له امنیتي ځواکونو ځان بچ کړي.
ملګرو ملتونو په ۲۰۲۰م کال کې ویلي وو چې په ایران کې د دوه میلیونه غیرقانوني کډوالو او ۸۰۰ زره مهاجرو په شمول ۳،۴ میلیونه افغانان ژوند کوي.