کابل: د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته ډزو کې يو کس وژل شوی
۱۴۰۳ بهمن ۱۵, دوشنبهرويټرز خبري آژانس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (يوناما) په حواله د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی دی چې په کابل کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د طالبانو د امنيتي ځواک يو غړی وژل شوی او يو بل کس ټپي شوی دی.
د ملګرو ملتونو د يوې اعلامیې په حواله د دغه سازمان پر يوه امنيتي پوسته د يکشنبې په ورځ د طالبانو د يوه جنګيالي له لوري ډزې شوي دي. د ملګرو ملتونو سازمان له خوا زياته شوې ده چې د ملګرو ملتونو له لوري استخدام شويو امنيتي ساتونکو پر طالب جنګيالي فايرونه نه دي کړي.
زياته شوې ده چې د دغه نړيوالې ادارې يو ساتونکی سرسري ټپي شوی او په روغتون کې یې طبي مرسته ترلاسه کړې ده.
د ملګرو ملتونو له لوري زياته شوې ده چې د طالبانو غړی بيا وروسته د دفتر د ودانۍ دباندې مړ موندل شوی دی. د ملګرو ملتونو په اعلاميه کې دا خبره نه ده روښانه شوې چې دغه جنګيالی څرنګه وژل شوی دی.
ويل شوي دي چې په دې پېښه کې د ملګرو ملتونو د امنيتي ساتوونکو څخه يو کس ټپي شوی دی.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتین قانع، تائيد کړې ده چې په دې ډزو کې د طالبانو يو غړی وژل شوی او د ملګرو ملتونو د سازمان يو امنيتي کارکوونکی ټپي شوی دی.
د رويترز د تازه معلوماتو په حواله دا پېښه د يکشنبې په ورځ رامنځته شوې او وژل شوی کس د طالبانو غړی وو چې د ملګرو ملتونو د نمايندګۍ د دفتر دباندې یې له دغه ودانۍ ساتنه کوله او ټپي شوی کس يو امنيتي ساتونکی وو چې د ملګرو ملتونو د لوري استخدام شوی وو.
په دې رپوټ کې ويل شوي دي چې «د ملګرو ملتونو د دفتر له لوري ګمارل شوي کس د پېښې په ترڅ کې ډزې نه دي کړي.»
د پېښې علت تر اوسه روښانه نه دی، د ملګرو ملتونو او طالبانو له لوري د پېښې په اړه جلا پلټنې روانې دي.
د يوناما له لوري زياته شوې ده چې له پېښې وروسته طالب چارواکو له دې نمايندګۍ څخه داخل او خارج ته هر ډول تګ راتګ درولی وو، خو اوس دغه محدوديت لېرې کړل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د نمايندګۍ دفتر د دغه سازمان د څو بنسټونو موقعيت او د دغه نړيوال سازمان د کارکوونکو د استوګنې ځای دی.