د امريکا په يوه پوځي اډه کي څه تيريږي؟
۱۳۹۹ آذر ۲۰, پنجشنبهد امریکا په ټکساس ایالت کې د «فورټ هُوډ» په سیمه کې په همدې نامه د پوځي اډې ۱۴ مشران او قوماندانان له دندو ګوښه کړل شوي او یا یي هم دندې ځنډول شوي دي.
په دې پوځي اډه کې په ټوله کې ۳۶ زره نظامیان موجود دي. دلته یوازې په روان میلادي کال کې پنځه کسان وژل شوي دي. دوه تنه پوځیانو چې غوښتل یي په دې بیس کې د جنسي زورونې پر وړاندې شکایت وکړي او یا یي هم لا پخوا شکایت کړی وو، په لومړي سر کې لادرکه او وروسته بیا تائيد شول چي وژل شوي دي.
دوه جنرالان او ډیر لوړپوړي چارواکي ګوښه شوي
د امریکایي پوځ مشر رائن میک کارتهي، په یوې بیانیې کې ویلي دي چې نوموړي د دې پوځي اډې د قومندې، چاپيریال او عمومي چلند په اړه د یوه بې طرفه رپوټ له ترلاسه کولو وروسته په «فورټ هُوډ» کې د دوو جنرالانو او څو نور لوړپوړو چارواکو د ګوښه کولو امر کړی دی.
د امریکا پوځ د «فورټ هوډ» په پوځي اډه کې دغه ګام د یوې ځوانې سرتیرې د ژول کیدو له کبله د غوسې او خفگان په سبب پورته کړی دی. دغه ۲۰ کلنه عسکره چې وینیسا ګیلن نومیدله د اپریل میاشتې پر ۲۲ نیټه لادرکه شوې وه.
وینیسا ګیلن ویلي ول چې څو واره د فورت هوډ په پوځي اډه کې په جنسي توګه زورول شوې وه. نوموړي خپلې کورنۍ ته ویلي ول چې هغې پر خپلو قومندانانو باور نه درلود چې د شکایت کولو په صورت کې به هغوی د قناعت وړ تحقیق وکړي.
تر لادرکه کیدو وروسته د جون میاشتې پر ۳۰ نیټه د وینیسا جسد په داسې حالت کې وموندل شو چې ټوټې ټوټې کړای شوی وو.
په کومه ورځ چې چارواکو د وینیسا د جسد ټکړي موندلې وې، په هم هغه ورځ پولیسو د یوه شکمن پوځي افسر د نیولو هڅه کړې وه. په هغه وخت کې د ایرن ډیوډ روینسن، په نوم دغه پوځي له دستګیرۍ څخه د ځان بچ کولو په خاطر، کله یې چې ولیدل پولیس د ده پر لور روان دي ځان په ډزو وواژه.
په یوه بله پيښه کې د ګریګوري سکاټ مورالیس، په نوم یو عسکر فراري اعلان شوی وو، په داسې حال کې چې له هغه سره د ناوړه چلند په اړه شواهد موجود ول.
په ۲۰۱۹م کال کې تر لادرکه کیدو لس میاشتې وروسته د روان کال په جون میاشت کې د مورالیس مړی وموندل شو.
هغه په ډزو وژل شوی وو او د هغه د جسد پاتې شوي په تصادفي ډول هغه وخت وموندل شول چې پولیس د وینیسا ګیلین د مړي پیدا کولو پسې لټون پيل کړی وو.
ميلر ښايي امريکايي ځواکونه ډېر ژر له افغانستانه وباسي
پوځ باید خپل چلند بدل کړي
د امریکایي پوځ مشر (Secretary of the Army) د دې پوځي اډې د واحدونو د مشرانو او قوماندانو له دندې ګوښه کولو پر مهال وویل: «د وینیسا ګیلن مړي موږ مجبوره کړو چې په انتقادي ډول د خپل پوځي نظام ارزونه وکړو. په دې اړه چې کوم بې طرفه رپوټ چمتو شوی دی، د هغه په رڼا کې یقیني خبره ده چې د امریکا په پوځ کې موږ باید روان دود بدل کړو.»
د رپوټ په حواله د فورټ هوډ قومندانانو لوی مشکل د هغو نااغیزمنتوب وو، چې له امله یي پوځي قوانینو ته په سمه توګه درناوی نه کید او د قربانیانو له خوا د شکایت په صورت کې هم په سست او بطي شکل پلټنه کیدله. د همدغو نیمګړو انظباتي چلندونو له امله هلته جنسي زورونې او جنسي بریدونو ته زمينه مساعده شوې وه.
هغه پوځي اډه چې تر ټولو ډیر جرمونه په کې ترسره شوي
په ټکساس کې دا پوځي اډه د امریکا د پوځ یوه له لویو اډو څخه ده. فورټ هوډ ته اوس ځکه د امریکا تر ټولو د ډیرو جرمونو ترسره کیدونکې اډه وایي چې هلته د نورو امریکایي پوځي اډو په پرتله د جرمونو ترسره کیدو کچه لوړه ده.
په دغو جرایمو کې قتل، د قتل اراده، جنسي تیری، جنسي بریدونه، غلا او د نشه یي توکو د استعمال پيښو ترڅنګ هر ډول جرایم شامل دي. سربیره پر دې د فورټ هوډ په پوځي اډه کې د پوځیانو د ځان وژنې، تیښتې او له رخصتۍ پرته د پوځیانو د غیرحاضرۍ یا ناسوبتیا پيښو کچه د نورو پوځي اډو په پرتله ډیره لوړه ده.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز