امریکا: یوه کوچنۍ الوتکه رالوېدلې څو کسان مړه دي
۱۴۰۴ خرداد ۲, جمعهد امریکا متحدو ایالتونو د هوايي چلند فدرالي ادارې د معلوماتو پر اساس، په دغه الوتکه کې شپږ کسان سپاره ول. په لومړنیو رپوټونو کې د درو کسانو مړينه تائيد شوې ده.
ورته نور ولولئ: واشنګټن؛ په دوو ټکر شوو الوتکو کې ټول سپاره کسان مړه شوي
په دغو کسانو کې یو یې د دیف شاپیرو په نوم د موسیقۍ یو هنرمند او دوه نور د الوتکې کارمندان دي. د شاپیرو په هکله ویل شوي چې د «ساوند تلینت ګروپ» (STG) یا د غږ استعدادونو ډلې موسس وو چې مرکز ېې په سن دیاګو کې دی.
د سن دیاګو پولیسو د پنجشنبې په ماسپښین وویل چې لږ تر لږه دوه کسان مړه دي، خو بېړنیو مرستندویانو د پېښې په ځای کې وویل چې الوتکه په بشپړه توګه له منځه تللې او ښايي د مړو شمېر لوړ شي.
ورته نور ولولئ: په شمالي کلیفورنیا کې دوو الوتکو ټکر کړی دی
د یادې هنري ډلې ویاند امریکايي رسنیو ته تائيد کړې چې په دغه پېښه کې ېې د ډلې موسس، همکاران او ملګري مړه شوي دي.
د سن دیاګو د اور وژنې ادارې مشر، دن ایدي وویل چې په پېښه کې یو کور په بشپړه توګه له منځه تللی خو ځايي خلکو ته ځاني زیان نه دی اوښتی. هغه وویل الوتکه په یوه سړک کې راولوېده او اور ېې واخیست.
په سملاسي توګه د الوتکې د غورځېدو علت روښانه نه دی، خو ایدي وویل د پېښې ځای ته نژدې د برېښنا یو مزی قطع شوی دی.
ورته نور ولولئ: سایبریا: ساختمان سره د جیت الوتکې په ټکر کې دوه پيلوټان وژل شوي
د فرانسې خبري آژانس لیکلي دي چې رالوېدلې الوتکه ټوټه ټوټه شوې او څېړونکو د پېښې په ځای کې څېړنې پیل کړي تر څو د الوتکې د رالوېدو لامل پیدا کړي.
په امریکا متحده ایالاتو کې په وروستیو کې د الوتکو رالوېدو پېښې ډېرې شوي دي. روانه میاشت د لاس انجلس په شمال کې هم یوه الوتکه ولوېده چې دوه کسان پکې مړه شول. په جنوري میاشت کې په واشنګټن کې د یوې پوځي چورلکې او مساپر وړونکې الوتکې ترمنځ ټکر وشو چې درنه مرګ ژوبله ېې واړوله.