د افغانستان ختیځ کې زلزلې د لږ تر لږه ۵۰۰ کسانو ژوند اخیستی
۱۴۰۴ شهریور ۱۰, دوشنبهد دوشنبې (د سپټمبر لومړۍ نیټه) په ورځ د افغانستان د ملي راډیو تلویزون (RTA) رپوټ ورکړی دی چې په ختیځ ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د زورورې زلزلې په پایله کې شاوخوا ۵۰۰ کسان مړه او لږ تر لږه ۱۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.
په کابل کې د طالبانو تر ادارې لاندې د روغتیا وزارت اعلان کړی دی چې تر اوسه پورې د تلفاتو په اړه تایید شوي شمیرې شتون نه لري.
زلزله ځپلو سیمو ته د مرستې رسولو کارونه جریان لري. زلزلې له پاکستان سره په سرحد درلودونکي غریز ولایت کونړ کې ډیر زیان اړولی دی. د چارواکو په وینا د زلزلې شدت د ریشتر په مقیاست شپږ درجې وه.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شوو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د طالبانو ادارې مسئولین په چورلکو او امبولانسونو کې ټپیان روغتونونو ته لیږدوي.
د طالبانو تر کنترول لاندې ادارې د وروستیو شمیرو له مخې د تلفاتو شمیر تر شپږ سوو هم لوړ شوی دی.
په کابل کې د طالبانو ادارې د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند د المان خبري اژانس ته ویلي دي چې په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د زلزلو له کبله لږ تر لږه ۶۱۰ کسان مړه او تر ۱۳۰۰ ډیر نور ټپیان شوي دي.