ترمپ زیلنسکي ته: له کریمیا او په ناټو کې له غړیتوب تیر شئ
۱۴۰۴ مرداد ۲۷, دوشنبهد اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د دوشنبې (د اګست میاشتې ۱۸ نیټه) په سهار په خپل ایکس شبکه کې ولیکل چې واشنګټن ته رسیدلی دی او ټاکل شوې ده له خپل امریکایي سیال دونالد ترمپ او د اروپایي هیوادونو له مشرانو سره وویني.
سپينې ماڼۍ هم له زیلنسکي او اروپايي مشرانو سره د ترمپ د لیدنې پروګرام اعلان کړی دی. د دې پروګرام له مخې ټاکل شوې ده چې د ترمپ او زیلنسکي لیدنه د سیمه ایز وخت مطابق په ۱۳:۱۵ (د مرکزي اروپا په وخت ۱۹:۱۵) ترسره شي.
له اروپایي مشرانو د هغې له ډلې د المان له صدراعظم فریدریش میرڅ سره د ترمپ لیدنه به د سیمه ایز وخت مطابق په ۱۵ بجو (د مرکزي اروپا په وخت ۲۱ بجې) ترسره شي.
زیلنسکي له ترمپ سره د لیدنې په درشل کې وویل: «مونږ ټول په بیړه او ډاډمن ډول د جګړې پای ته رسیدو غوښتونکي یو او سوله باید پایداره وي، نه لکه د تیرو کلونو په څیر چې اوکراین د کریمیا او د خپلې خاورې د ختیځ یوه برخه او دونباس پريښودو ته اړ شو.»
د اوکراین ولسمشر همدرانګه په خپل پیغام کې یادونه کړې ده چې پوتین د کریمیا او دونباس د یوې برخې پريښودلو څخه د اوکراین پر خاوره د تازه بریدونو له پاره د خیز وهلو په توګه استفاده کوي.
د زیلنسکي په خبره کریمیا نباید په هغه وخت کې روسیې ته پریښودل شوې وای، لکه څنګه چې اوکراینیانو په ۲۰۲۲م کال کې کیف، اودسا او خارکیف پرې نه ښود. زیلنسکی څرګنده کړه چې اوکراینیان د «خپلې خاورې او خپلواکۍ له پاره جنګیږي.»
د اوکراین ولسمشر د روسیې له خوا د جګړې پای ته رسولو پر اړتیا د ټینګار ترڅنګ خپل هیواد ته د امریکا د مرستو مننه وکړه.
ترمپ: کیف بې له ځنډه جګړه درولی شي
په همدې حال کې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ وویل چې زیلنسکي کولی شي بې له ځنډه جګړې ته د پای ټکې کیږدي، په دې شرط چې له کریمیا لاس په سر شي او په ناټو کې له غړیتوب څخه صرف نظر وکړي.
یو شمیر الماني سیاستوالو له دې ډلې د اروپا پارلمان د دفاعي کمیټې مشرې ماري اګنس ستراک سیمرمن، اوکراین ته د ترمپ له خوا د احتمالي امنیتي تضمینونو په اړه شک څرګند کړی دی.
دغې سیاستوالې د ټاګس شپیګل المانۍ ورځپاڼې ته ویلي: «د امریکا ولسمشر تر اوسه پورې ډیرې ژمنې کړي دي، خو هیڅ یو یې نه دی عملي کړی. باید انتظار وباسو، تر څو ووینو چې دغه ژمنې څومره واقعي دي.»
پر خارکیف د روسیې د بریدونو زیاتیدل
روسیې له ترمپ سره د زیلنسکي او اروپایي هیوادونو د مشرانو د لیدنې په درشل کې پر اوکراین خپلو بریدونو ته زور وکړی دی.
د یکشنبې په ماښام پر خارکیف ښار د روسیې په توغندیز برید کې څو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. اوکرایني رسنیو د اودسا ښاروال په نقل د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو او په دې بندري ښار کې د چاودنو خبر ورکړی دی.
په بین المللي سازمانونو کې چې په وین کې مستقر دي، د روسیې استازي میخائیل اولیانوف، ویلي دي چې مسکو به یوازې په هغه صورت کې اوکراین ته له امنیتي تضمینونو سره موافقه وکړي چې پخپله هم د خپل امنیت له پاره معتبره تضمینونه ترلاسه کړي.
اولیاف وویل، روسیه لکه د اوکراین په شان حق لري چې له مؤثرو امنیتي تضمینونو څخه برخمنه شي.