جرمني غواړي پروازونه محدود او سرحدونه کنټرول کړي
۱۳۹۹ بهمن ۸, چهارشنبهد جرمني صدراعظمه انګیلا میرکل هم مشوره ورکوي، چي د هوايي سیاحتي سفرونو په مقابل کي دي سخت مقررات وضع سي. میرکل دغه خبره د جرمني د مسیحي دموکراټانو او سوسیال مسیحیانو د پارلماني فراکسیون په یوه ګډه جلسه کي وکړه: هغې زياته کړه:«هر څوک پوهیږي، چي اوس ددې وخت نه دی، چي موږ سفرونه او سیاحتونه وکړو.»
میرکل دا خبره هم مطرح کړه، چي د جرمني سره دي په مځکني سرحدونو کي هم مشخص قیودات رامنځته سي، خو د هغه جزییات یې ورنه کړل.
د کورنیو چارو وزیر هورس زېهوفر غواړي، چي جرمني ته هوايي سفرونه حتی صفر ته راکښته کړي. هغه آلمانۍ ورځپاڼي »بیلډ« ته ویلي: «هغه خطرونه، چي د کرونا د نوي شکل ویروس، موتيشن[ناڅاپي اوښتون] څخه رامنځته کیږي، زموږ څخه غواړي، چي موږ عاجل اقدامات امتحان او په حکومت کي ورباندي بحثونه وکړو.
په خبره یې په دغو تدابیرو کي مثلأ د سرحدونو شدید کنټرول، خصوصاً د هغو هیوادونو سره په سرحد کي چي د کرونا ویروس ډیر خطر پکښي موجود دی. هغه همدارنګه وايي، د جرمني اتباع انتظار لري، چي موږ هغوی په ښه ډول سره د ویروسونو په مقابل کي وساتو.
زېهوفر د نوي ويروس، یعني موتيشن په مقابل کي د اسراییلي دولت دا کوښښونه، چي سفرونه یې خپل هیواد ته سخت محدود کړي دي، یو سرمشق وباله. خو هغه د سفرونو د مشخص محدودیت په باب پرون سه شنبه (د جنوري ۲۶ مه) لا څه ونه ویل.
د بیلډ ورځپاڼي په حواله د جرمني په حکومت کي دا تشویش موجود دی، چي هوايي شرکتونه د کرونا سخت سوي مقررات نه مراعتوي. فدرالي پولیسو هم تر هوايي سفرونو وروسته د قرانطین د مقرراتو څخه د سرغړوني او نه مراعتولو رپوټونه ورکړي دي.