سعودي عربستان د اسرائیل د غزې نیولو پلان وغانده
۱۴۰۴ مرداد ۱۷, جمعهسعودي عربستان د فلسطین په کلابنده سیمه کې د اسرائيل له خوا پر راوستلې «قحطۍ» او «نسل وژنې» شدېدې نيوکې وکړې.
د سعودي عربستان خارجه وزارت ویلي چې رياض د اسرائيلي کابينې د غزې ښار د نیولو پلان تصویبول په کلکه غندي. د فرانسې خبري آژانس په حواله، دغه وزارت پر خپله اکس پاڼې خپره کړې یوه اعلاميه کې ویلي چې رياض «د اسرائيلي اشغالګرو چارواکو د غزې تړانګې د قبضې کولو تصمیم، په تر ټولو قوي او ځواکمنو ټکو غندي.»
په اعلامیه کې زیاته شوې چې اسرائيل «د فلسطین ورور خلکو د قومي تصفیې، د ظلم ډک اعمال او د لوږې رامنځ ته کولو له پاره دوامداره اقدامات کړي دي.»
نور غبرګونونه
آلمان، بریتانیا او ملګرو ملتونو هم د اسرائیل وروستي اقدام ته غبرګونونه ښودلي دي.
بریتانیا هيله مندي ښوولې چې اسرائیل دې پر خپل تصمیم بیا کتنه وکړي او ملګرو ملتونو سازمان د اسرائیل د غزې ښار د نیولو پلان د فوري درولو غوښتنه کړې.
د آلمان صدراعظم فریدریش مېرڅ بیا اسرائیل ته د پوځي تجهیزاتو د صادراتو د درولو خبره کړې ده. هغه ویلي چې د آلمان حکومت به اسرائيل ته د هر ډول پوځي تجهیزاتو چې کېدای شي په غزه کې ترې استفاده وشي، د لېږد اجازه ورنکړي.