«نړیوال دې د ایران پر وړاندې قاطع دریځ غوره کړي»
۱۳۹۹ آبان ۲۲, پنجشنبهد سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز د چهارشنبې په ورځ (د نومبر میاشتې ۱۲ نیټه) د دغه هیواد په کلنۍ مشورتي لویه غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ایران د اټومي او توغندیز پروګرام د پراختیا د مخنیوي له پاره دې پریکړنده دریځ خپل کړي.
نوموړي وویل چې د سعودي عربستان سلطنت «د ایران د سیمه ایزو پروژو پر خطرونو، د نورو هیوادونو په چارو کې د مداخلې، له ترهګرۍ څخه د ملاتړ او فرقیې کرکې ته پر لمن وهلو» ټينګار کوي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د یوه قاطع دریځ په خپلولو سره دې د اټومي ټکنالوژۍ پرمختګ او بلاستیک توغندیو ته د دغه هیواد د لاس رسي مخه ونیسي.
د سعودي عربستان ۸۴ کلن پادشاه شاوخوا یو نیم میاشت مخکې هم د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ویډیو کنفرانس له طریقه ویلي وو: «ایران د اټومي موافقې له مزایاو څخه په ګټې اخیستې سره خپل تروریستي فعالیتونه پراخه کړي دي.»
سلمان بن عبدالعزیز د حوثي یاغیانو له خوا د سعودي پر خاوره د بم لرونکو بی پیلوټه الوتکو او د بالیستیک توغندیو توغول کیدل په شدت سره وغندل.
حوثي یاغیان چې د ایران له خوا حمایه کیږي له ۲۰۱۵م کال راهیسې د یمن له حکومت سره چې د سعودي په مشرۍ پوځي ائتلاف له خوا یي ملاتړ کیږي، سره په جګړه کې دي.
د سعودي پاچا د خپلې وینا په دویمه برخه کې وویل چې د ریاض حکومت د کووید -۱۹ ناروغۍ د وبا په پام کې نیولو سره هڅه کړې ده چې د نفتو نړیوالې سرچینې باثباته وساتل شي او د تولیدونکو او مصروفونکو اړتیاوې تر پوښښ لاندې راوستل شي.
نوموړي همدارنګه یو وار بیا د اسرائیل او فلسطین د شخړې د حل له پاره د دوو دولتونو پر حل لارې ټینګار وکړ، خو هغه په خپله وینا کې له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کولو په اړه هغې موافقې ته اشاره ونه کړه د امریکا په منځګړتوب د اسرائیل، متحده عربي امارات، بحرین او سوډان ترمنځ رامنځته شوې ده.
تهران تر اوسه پورې د سلمان بن عبدالعزیز د نوو څرګندونو په مقابل کې غبرګون نه دی ښودلی.
د رویټرز خبري آژانس په حواله په تیرو څلورو کلونو کې د امریکا له ولسمشر دونالد ترمپ سره د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان دوستانه اړيکي د دې سبب شوي دي چې د سعودي منتقد خبریال جمال خاشقجي د قتل، همدارنګه د یمن په جګړه کې د دغه هیواد رول او په سعودي عربستان کې د ښځينه فعالانو د نیول کیدو له امله د ریاض پر حکومت په پراخه پيمانه د نړیوالو انتقادونو مخه ونیول شي.
رویټرز لیکلي دي، سپينې ماڼۍ ته د جو بایډن په لار موندنې سره کیدای شي پورته ذکر شوي مسائل د ریاض او واشنګټن تر منځ په د مناقشې وړو مواردو بدل شي، ځکه بایډن د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال ژمنه کړې وه چې له سعودي عربستان سره به د امریکا اړیکي له سره و ارزوي.
دویچه ویله: ش.ن/ ب.ص