د حج په سږنيو مراسمو کې ۱۸ افغان حاجيان مړه شوي دي
۱۴۰۴ تیر ۲۰, جمعهد طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی چې له سعودي عربستان څخه د افغان حاجيانو د انتقالولو بهير هم پای ته رسېدلی دی.
وزارت د ټولنیزو رسنيو په ايکس شبکه کې د يوه پيغام په خپرولو سره ویلي دي چې په روان ميلادي کال کې له افغانستان څخه ۳۰ زرو کسانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی وو.
د طالبانو د ادارې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نور محمد ثاقب، په کابل کې وويل چې د حج د مراسمو په ترڅ کې د افغانستان ۱۸ حاجيان مړه شوي دی.
د نوموړي په خبره دا کسان ځیني یې د زوړوالي او يا ترافيکي پېښو کې مړه شوي دي. هغه وويل چې دا شمير د تېرو کلونو په پرتله لږ دی.
اړونده موضوع: تر زرو ډېرو حاجيانو مړينه: څوک او څه یې مسئوليت لري؟
کابو څلور اونۍ مخکې طالبانو اعلان کړی وو چې سږ کال لس تنه افغان زایرين په عربستان کې په ترافيکي پېښو کې او يا په طبيعي مرګ مړه شوي دي.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو په حواله سږ کال له افغانستان څخه زایرين د آريانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو د ۹۷ پروازونو له لارې سعودي عربستان ته انتقال شوي ول او تېره ورځ یې له سعودي عربستان څخه افغانستان ته د بیرته ستنولو وروستۍ پرواز وو. وزارت زياته کړې ده چې په پروني پرواز کې ۱۸۹ وروستي حاجيان بیرته افغانستان ته انتقال شول.