امریکايي او روسي فضانوردان بیرته ځمکې ته راګرځیدلي دي
۱۴۰۴ فروردین ۳۱, یکشنبهد روسیې فضایي ادارې «روسکوسموس» او د امریکا فضایي ادارې «ناسا» د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د «سایوز» په نامه فضایي کپسول د یکشنبې په سهار د قزاقستان د ژزکازګان ښار ته څېرمه په یوه دښته کې په بریالیتوب سره ځمکې ته را ورسید.
په دې فضایي ماموریت کې امریکایي فضانورد ډان پېټیټ او دوه روسي فضانوردان هر یو الکسي اوچینین او ایوان واګنر برخه اخیستې وه. ډان پېټیټ، چې د ناسا یو تجربه لرونی فضانورد بلل کېږي، د یکشنبې په ورځ ۷۰ کلن شو، او له همدې کبله نوموړی د ناسا تر ټولو د ډیر داسې عمر لرونکي فضانورد لقب خپل کړ، چې نړیوال فضایي سټېشن ته یې سفر کړی.
دا چې اوسمهال د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه روانه ده او د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره د روسیې اړیکې ترینګلې شوې دي، خو بیا هم امریکا متحده ایالاتو او روسیې په فضایي همکارۍ کې خپلې اړیکې نه دي پرې کړې. دواړه هېوادونه لا هم په ګډه فضایي ماموریتونه تر سره کوي او نړیوال فضانوردان اکثره د روسیې د سایوز فضايي بېړۍ کاروي، تر څو نړیوال فضایي سټېشن ته لاړ شي.
ډان پېټیټ مخکې هم څو ځلې فضا ته سفرونه کړي، خو دا ځل یې سف ځانګړی و، ځکه نوموړي د ، او هممهاله یې دا سفر له بریالیتوب سره پای ته ورسید.
دا ډول ماموریتونه نه یوازې د ساینس او ټیکنالوژۍ په برخه کې ارزښت لري، بلکې دا هم ښيي چې د سیاسي اختلافاتو سربېره، بشري همکاري ممکنه ده لږ تر لږه له ځمکې پورته په فضا کې دغه څه ممکن دي.