د طالبانو په رسميت پيژندل؛ انفرادي پيښه که د يوه بهير پيل؟
۱۴۰۴ تیر ۱۳, جمعهد طالبانو حکومت د پنجشنبې په ورځ واک ته له رسېدو راهېسې د خپلې تر ټولو مهمې ديپلوماتيکې بريا شاهد وو. روسيه چې د نړۍ له مهم قدرتونو څخه يو دی، د لومړي هېواد په توګه د دغه ډلې حکومت په رسميت وپيژنده.
که څه هم چې د طالبانو اداره د خپلو يو شمير او ګاونډي او سيمې له هېوادونو سره نږدې دیپلوماتيکي اړيکي لري او يو شمیر هېوادونو لکه روسیې د طالبانو له لوري معرفي سفيران هم منلي خو تر اوسه پرته له روسیې، هیڅ بل کوم هېواد دغه اداره په رسميت نه ده پيژندلې.
همدا ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزير امیر خان متقي، ويلي چې د طالبانو اداره انتظار لري چې د روسیې دا «زړوره» پريکړه د په رسميت پيژندنې بهير پيل واوسي.
آیا نور هېوادونه به د روسیې لاره تعقيب کړي؟
د چين له لوري د دې ګام هرکلي دا اټکلونه قوي کړي دي چې ممکن يو شمیر نور هېوادونه هم چې له طالبانو سره نږدې اړيکي لري، د روسیې دا ګام تعقيب کړي.
د نړيوال اړيکو کارپوه او شنوونکي ملک ستیز، د ايکس په خپله پاڼه کې ليکلي: «پوتين، په دې کار سره د مرکزي آسيا دولتونو، قفقاز او منځني ختیځ ته لاره پرانيسته.» نوموړي زياته کړې: «طالبان به يوه ورځ ولاړ شي خو د افغانستان خلک به د روسیې دا کړنه هیره نه کړي.»
اړونده موضوع: چين: د روسیې له لوري د طالبانو د په رسميت پيژندلو هرکلی کوو
د کابل پوهنتون پخواني استاد فيض الله جلال، دويچه ویله ته وويل چې د سيمې د يو شمیر هېوادونو د اړيکو تاريخ ته په کتلو سره د دې احتمال شوه چې طالبان د چين، ایران، پاکستان، هند، ازبکستان، ترکمنستان او قزاقستان له لوري هم په رسميت وپيژندل شي.
ځينو بيا په دې اړه اندیښنه څرګنده کړې چې که چېرې د طالبانو د سیاسي مخالفينو ویش دوام ولري، نو د طالبانو په رسميت پيژندلو بهير به نور هم چټک شي.
د افغانستان د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبيل، د ايکس په خپله پاڼه کې د طالبانو پر مخالفو غورځنګونو باندې د نیوکو په ترڅ کې ويلي: «ډېر ژر به حتی تر ټولو کوچنی او تر ټولو منزوي هېوادونه هم طالبان په رسميت وپيژني او موږ به په ټولنیزو رسنيو کې په مناظرو او بې ثمره غونډو کې مصروف پاتې شو.»
له نړیوالې انزوا څخه د طالبانو د راوتلو د بهير پېل؟
د طالبانو اداره د خپل ځپوونکي سیاست او له بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو له حقونو څخه د سرغړونو له کبله د لویدیځو هېوادونو له سخت انتقاد سره مخامخ ده. د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان له نړيوال مالي نظام څخه بې برخې دی او پر طالبانو بندیزونه له دغه هېواد سره د مرستو د بندیدو باعث شوي دي.
خو دا چې روسيه پخپله هم د لویدیځ له بندیزونو سره مخامخ ده، نو کارپوهان په دې باور نه لري چې ګني د روسیې دا ګام دې په يوازې سر له نړيوالې انزوا څخه د طالبانو په را ايستلو کې اغیزناک نقش ولري.
د افغانستان د کورنيو چارو پخوانی وزير او د واشنګټن په ملي دفاع پوهنتون کې استاد علي احمد جلالي، د ايکس پر خپله پاڼه باندې ليکلي دي: «دا ګام به محدود سيمه ایز اغیز ولري ځکه د طالبانو اداره د نورو اصلي نړيوالو نقش لوبوونکو او ملګرو ملتونو په څېر نړيوالو بنسټونو له لوري په رسميت نه ده پيژندل شوې.»
يو شمیر شنونکي وايي چې روسيه د اوکراين د جګړې په دليل له طالبانو څخه د مالي ملاتړ توان نه لري. ډاکتر رنګين دادفر سپنتا، چې په مخکني نظام یې د بهرنيو چارو د وزير او ملي امنيت د مشاور په توګه کار کړی، د ايکس په خپله پاڼه کې ليکلي: «روسيه نه مالي او نه هم سياسي توان لري چې طالبان کنترول کړي.»
د روسیې او لویدیځ امنيتي موخې يا رقابتونه؟
پوښتنه دا ده چې روسيه د طالبانو د حکومت په رسميت پيژندلو سره د څه ترلاسه کولو په لټه کې ده؟
د نړيوالو اړيکو شنونکی عزیز احمد بارز، دويچه ويله ته وويل: «داسې انديښنې شته چې کابل به د روسیې، چين او لوېديځ د استخباراتي سازمانونو د سياليو پر میدان باندې بدل شي.»
روسيې دا پريکړه په داسې حال کې کړې ده چې په اوکراين کې له لویدیځ سره په شديده ترينګلتيا کې ښکيل دی. د بارز په آند روسیه په دې لټه کې ده چې «په کابل کې له بحران څخه پر لویديځه جبهه کې په ځانګړي توګه د اوکراين په جګړه کې د اطلاعاتي مانور او فشار د وسلې په توګه کار واخلي.»
بارز وايي: «دا به ښايي د مسکو او لویديځ ترمنځ د استخباراتي رقابتونو د نوي څپرکي پيل وي. د داسې دولت له لوري په رسميت پيژندنې ته به چې د داخلي مشروعيت محروم دی او آزادو ټاکنو او د حکومتولۍ نړيوالو ارزښتونو پابند نه دی، رسا د پوتين، د ماجرا خوښوونې په توګه کتل کيږي.»
مسکو ویلي دي چې د اقتصادي همکاریو پر پياوړي کولو سربیره به له طالبانو سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې هم مرسته وکړي.
د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، په تېر کال کې حتی طالبان د «ترهګرۍ پر ضد جګړه کې خپل متحدين» بللي ول.
اړونده موضوع: د طالبانو د حکومت د په رسميت پېژندلو په خاطر پر روسيې باندي نيوکې
روسي چارواکي او همدا راز د منځنۍ آسيا هېوادونه تل په افغانستان کې د داعش ډلې په څېر ترهګرو ډلو د حضور په اړه اندیښنه څرګندوي.
علي احمد جلالي، په دې آند دی چې د طالبانو په رسميت پيژندلو پريکړه له افغانستان څخه د امنيتي ګواښونو د راکمولو په ځانګړي توګه د داعش ډلې د ګواښ کمولو له کبله شوې ده.
روسیه په ۲۰۲۴م کال کې مسکو ته څيرمه د کنسرتونو پر يوه سالون د داعش خراسان څانګې د يوې سترې حملې شاهده ده چې ۱۳۰ کسان پکښې ووژل شول.
د کابل پوهنتون پخواني استاد فيض الله جلال، دويچه ويله ته وويل چې روسان له سوریې څخه افغانستان ته د داعش جنګيالو ورتګ او د مرکزي آسيا هېوادونو ته د هغوی د نفوذ کولو له کبله اندیښمن دي او له همدې کبله د طالبانو په رسميت پيژندلو کې مخکښ شول.
د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې يوازې دريو هېوادونو، پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د دغه ډلې اداره په رسميت پيژندلې وه.