د وسلو پيرلو له پاره اوکراین سره د ۵۰۰ میلیونه یورو مرسته
۱۴۰۴ مرداد ۱۴, سهشنبههالنډ د متحده ایالاتو او شمالي اتلانتیک تړون په چوکاټ کې د ناټو د لومړني غړي هیواد په توګه د اوکراین له پاره وسلې پيرلي دي. د هالنډ د دفاع وزیر روبن برکلمانس، په ایکس شبکه کې د یوه پيغام په خپرولو سره ویلي دي چې په دې برخه کې له امریکا متحده ایالاتو څخه د ۵۰۰ میلیونه یورو په ارزښت وسلې پيرل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې ده چې په دې ترتیب سره هالنډ اوکراین ته د امریکایي تجهیزاتو د سپارلو په برخه کې «ستراتیژیک رول» په غاړه اخیستی دی.
د هالنډ د دفاع وزیر زیاته کړه چې له اوکراینڅخه پریکړنده ملاتړ د مذاکرې میز ته د کښيناستلو له پاره پر روسیې فشار زیاتوي.
دغه خریداري د هغې موافقې له مخې صورت نیولی دی چې تیره میاشت د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ او د ناټو د مشر ترمنځ رامنځته شوې وه.
د دې موافقې په اساس نور هیوادونه مهمات او دفاعي تجهیزات چې د امریکا په ډیپوګانې دي خریداري کوي او اوکراین ته یې سپاري. ټاکل شوې ده چې المان به هم د دې پروګرام په چوکاټ کې د اوکراین ملاتړ کوي.
نیویارک ټایمز: د روسیې د اټومي اوبتلونو یوه اډه زلزلې زیانمنه کړې ده
نیویارک ټایمز امریکایي ورځپاڼې د دوشنبې (د اګست ۴ نیټه) په ورځ له سپوږمکیو څخه د ترلاسه شوو انځورونو په استناد رپوټ ورکړی دی چې د روسیې په ختیځ کې د اټومي اوبتلونو یوه اډه تیره اونۍ په دې سیمه کې د شدیدې زلزلې له کبله زیانمنه شوې ده.
رویټرز خبري آژانس چې د نیویارک ټایمز رپوټ ته یې اشاره کړې ده، په خپلواکه توګه د دې رپوټ د تایید امکانات نه دي ترلاسه کړي. د روسیې دفاع وزارت هم تر اوسه پورې د دې موضوع په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د ریباچي په نوم د اټومي اوبتلونو اډه په آرام سمندر کې د روسي بیړیو ستراتیژیک مرکز دی او په ارام سمندر سیمه کې د روسیې د اټومي اوبتلونو د ساتلو، استقرار او عملیاتو د مرکز په توګه فعالیت لري.
تیره چهارشنبه (د جولای میاشتې ۳۰ نیټه) د ریشتر په مقیاس د ۸،۸ درجې په شدت زلزلې د کامچاتکا نیمه ټاپو ولړزوله.