روسیې پر افغانستان او تاجکستان د زغم ږغ کړی
۱۴۰۰ مهر ۸, پنجشنبهد جمعې په ورځ د ریا په نامه د روسیې خبري آژانس د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله په خپل رپوت کې خبر ورکړی چې روسیې پر خپل متحد تاجیکستان او افغانستان د خپلمنځیو شخړو د حل غږ کړی دی.
د رپوټ په حواله روسیه په دې وروستیو کې د افغانستان او تاجیکستان پر پوله د دواړو لورو د پوځي تحرکاتو خبر دی او پر دواړو لورو په ګډه او منل شوې توګه د ستونزو د حل ږغ کړی دی.
تر اوسه پورې لا روښانه نه ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت کومو راپورونو ته اشاره کړې ده. د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان د طالبانو په مشرتوب د افغانستان د اعلان شوې کابینې په رسمیت پیژندل رد کړي دي.
بل لوري ته، د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین هم پرون د چهارشنبې په ورځ د امریکا له لوري د هغو روزل شویو افغان پیلوټانو او نورو پوځي چارواکو پر راتلونکي اندېښنه څرګنده کړه چې د طالبانو تر راتګ وروسته تاجیکستان ته اوښتي دي.