روسيې افغان طالبان د ترهګرو ډلو له ليسته حذف کړل
۱۴۰۴ فروردین ۲۸, پنجشنبهد روسیې سترې محکمې نن، پنجشنبه د (۲۰۲۵ د اپريل ۱۷) د طالبانو پر ډله لګيدلی ممنوعيت په موقتي توګه لغوه کړی دی. دا ګام د روسیې د ولسمشر ولاديمیر پوتين، د ۲۰۲۴م کال د فرمان پر اساس پورته شوی دی چې د ترهګریزو سازمونو له نوملړ څخه د طالبانو لیرې کولو ته لاره هواروي.
اسوشتيد پريس خبري آژانس د پنجشنبې ورځې د رپوټ په حواله د روسیې سترې محکمې د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو نوم حذف کړی دی. دا ګام «د طالبانو له پاره د يوې دپيلوماتيکي بریا» په توګه انګیرل کیږي ځکه چې دغه ډله په ۲۰۲۳م کال کې د روسیې د ترهګرو سازمونو په نوملړ کې شامله شوې وه او د روسیې د قوانينو پر اساس له دې ډلې سره هر ډول اړيکې باید مجازات شوي وای.
اړونده موضوع: مسکو: د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د حذفولو طرحه په دويم او دريم پړاو کې هم تصويب شوه
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد، د روسیې له دې پريکړې څخه هرکلی کړی او له دويچه ویله سره یې په يوه ځانګړې مرکه کې وويل: «روسیه د سيمې يو مهم هېواد دی او افغانستان له دې هېواد سره ښې او د باور وړ اړيکي لري. سوداګریزې اړيکي هم په مثبت ډول د ودې په حال کې دي.»
روسیې په ۲۰۱۶م کال کې له طالبانو سره غیر رسمي اړيکي ټينګې کړې وې او د دې ډلې استازي په منظم ډول د خبرو اترو په موخه مسکو ته بلل کیدل. په ۲۰۲۴م کال کې په لومړي ځل ولسمشر ولاديمير پوتین، په ښکاره توګه طالبان د «ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د متحدينو» په توګه وستايل.
د طالبانو په مقابل کې د روسيې دوه اړخ لرونکي سياست نړيوالې پوښتنې را ولاړوي، په ځانګړي توګه په افغانستان کې د مسکو د نيت په اړه. په داسې حال کې چې ولسمشر پوتين، طالبان علناً خپل متحد بولي، داسې انتقادونه شته چې روسیه تر پردې شا دوه ګونې ستراتیژي تعقيبوي.
افغان کارپوه صادق اميني، چې د روسیې پر دې سیاست نیوکې کوي، وايي: «روسيې په ښکاره توګه طالبان په ځانګړي توګه د امريکا متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو پر وړاندې جګړې په مالي او نظامي توګه ملاتړ کوي. په عین حال کې بيا دغه هېواد اعلان کړی دی چې طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه پيژندل کيږي او روسیه په دې توګه دوه ګونې لوبه کوي.»
نوموړی وايي چې د روسیې دا سياست به په نږدې راتلونکي کې تغير نه شي: «حتی که چېرې روسيه طالبان د ترهګرو ډلو له خپل نوملړه حذف هم کړي څو یې د خپلو جيو پوليتيکي ګټو له پاره وکاروي، دا به تر ډېره يو نمايشي ګام وي.»
روسيه يوازنی هېواد نه دی چې طالبانو ته ور نږدې شوی دی. قزاقستان او قرغیزستان هم څه موده وړاندې طالبان د ترهګرو له خپلو ملي نوملړونو څخه حذف کړي دي.
چين هم د طالبانو له خوا ګمارل شوی سفیر منلی او په ۲۰۲۳م کال کې یې له طالبانو سره د تیلو د استخراج تړون لاسليک کړ. ايران او پاکستان هم له طالبانو سره نږدې اړيکي لري او ديپلوماتان یې تل سره ملاقاتونه کوي.
اړونده موضوع: طالبانو د لوېديځ د فشارونو په «خنثی کولو» کې د روسیې د مرستې غوښتنه کړې
د متحده عربي اماراتو او قطر هېوادونو هم پرته له دې چې طالبان یې په رسميت پيژندلي وي، د دغه ډلې له دیپلوماتانو سره یې خپل ديپلوماتیک ملاقاتونه ډېر کړي دي.
هند هم په محتاط ډول د پاکستان د سيمه ایز نفوذ مهارولو په موخه له طالبانو سره د اړيکو ښه کولو له پاره هلې ځلې کوي. د طالبانو د ادارې د چارواکو د څرګندونو پر اساس، په افغانستان کې د کابو ۴۰ هېوادونو دفترونه موجود دي.
په مسکو کې د افغانستان د پخواني حکومت ديپلومات غوث جانباز، ټینګار وکړ: «کوچني آسيايي هېوادونو او همدا شان د امريکا متحده ایالاتو، روسیې او چین په څېر ستر قدرتونه به پر افغانستان باندې د تسلط له پاره سيالۍ ته ادامه ورکړي.»
اړونده موضوع: طالبان: ۳۹ سفارتونه او قونسلگرۍ زموږ په کنترول کي دي
افغانستان د يوه هېواد په توګه له جغرافيايي، سياسي او تاريخي نظره مهم دی، بې له دې چې د دغه هېواد حاکميت په رسميت پيژندل شوی وي او که نه. خو له دې هر څه سره هم طالبان د نړيوالو له خوا د په رسميت پيژندل کيدو له پاره اوږده لاره په مخکې لري.
تر اوسه هیڅ هېواد لومړي ګام پورته کولو ته چمتو نه دی. جانباز، په دې عقيده دی چې د طالبانو په رسميت پيژندل داسې موضوع ده چې په وخت پورې اړه لري. هغه وويل: «امکان لري يو شمير هېوادونه په پای کې په ګډه طالبان په رسميت وپيژني، خو وکتل شي چې کله او په کومو شرائطو کې.»
په داسې حال کې چې طالبان له نړيوالې ټولنې سره د اړيکو ښه کولو په لټه کې دي، افغانستان د لوږې له بحران سره لاس او ګريوان دی او ۲۴ میلیونه وګړي یې عاجلو بشري مرستو ته اړتيا لري.