روبيو: د طالب مشرانو په سر به تر بن لادن هم لوړې جایزې وټاکو
۱۴۰۳ بهمن ۷, یکشنبهطالبانو ته د امریکا ګواښ څو ورځې وروسته له هغې کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د بندیانو تبادله وشوه.
د امریکا متحده ایالاتو نوي خارجه وزير دغه ګواښ د ټولنیزې رسنۍ له لارې کړی هغه هم په لفظي شکل کوم چې ډېر زیات د هغه د مشر، دونالد ترمپ چلن ته ورته والی لري.
ورته نور ولولئ: طالبان: له امريکا سره مو د بنديانو تبادله کړې
روبیو پر اکس شبکه لیکلي: «تازه خبر شوم چې طالبانو له هغه څه چې رپوټ ېې ورکړل شوی وو ډېر امریکايان بندیان کړي دي.»
مارکو روبیو زیاته کړې: «که چېرته دا واقعیت وي، موږ به په عاجله توګه د هغوی د مشرانو پر سر یو ډېر لوړ انعام وټاکو چې کېدای شي د بن لادن له انعامه هم لوړ وي.» له بن لادن څخه د هغه موخه د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن و چې په ۲۰۱۱ کال کې د امریکايي ځواکونو په ځانګړو پوځي عملیاتو کې د پاکستان په ایبټ آباد کې ووژل شو.
امریکا پر بن لادن، ۲۵ میلیونه امریکايي ډالر انعام ټاکلی و چې وروسته د امریکا کانګریس خارجه وزیر ته وړاندیز وکړ چې دغه انعام ۵۰ میلیونو ته پورته کړي. امریکا دغه انعام، په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱مې تروریستي حملو وروسته اعلان کړ. د امریکا حکومت ويلي و چې اعلان شوی انعام د هر هغه معلوماتو له پاره دی چې د بن لادن پر نیولو یا وژنې له پاره استفاده شي.
تر اوسه باور پر دې دی چې پر بن لادن باندې د امریکا د حکومت دغه ټاکلې انعام هېڅ چا تر لاسه کړی نه دی.
روبیو واضح کړې نه ده چې نور امریکایان څوک دي، خو له مودو راهیسې د ورکو شوو امریکايانو په هکله رپوټونه ورکړل شوي کوم چې د امریکا حکومت د هغوی قضیې رسماً د غیرقانوني نيونو په توګه اعلان کړي نه دي.
ورته نور ولولئ: رپوټ: د ترمپ ادارې، امریکا ته د ۱۶۰۰ افغان مهاجرو پروازونه لغوه کړل
د طالبانو او پخواني ولسمشر جو بایدن تر منځ د یو شوي تفاهم پر اساس، طالبانو په افغانستان کې ډېر پېژندلی امریکايي بندي، راین کاربیت، له بنده آزاد کړی. کاربیت له خپلې کورنۍ سره په افغانستان کې ژوند کاوه چې بیا د ۲۰۲۲م کال په اګست کې ونيول شو.
طالبانو په دغه معامله کې یو بل امریکايي ویلیام مک کيتي هم آزاد کړ چې په هکله ېې لږ معلومات خپاره شوي دي.
د امریکا حکومت د دغو دوو امریکايي بندیانو په بدل کې خان محمد له بنده آزاد کړ. هغه په عمر قید سزا محکوم او د کلیفورنیا په یوه زندان کې بندي و. خان محمد امریکا متحده ایالاتو ته د هېروینو او اپینو په قاچاق محکوم شوی او همدارنګه پرې تور وو چې هغه په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د وژلو له پاره د توغندیو په لټه کې وو.
ورته نور ولولئ:د نړیوالي محکمې څارنوال د طالبانو د مشرانو د نیولو غوښتنه کړې
د امریکا نوي خارجه وزیر همدارنګه د جمعې په ورځ له نړۍ سره د امریکا متحده ایالاتو د نژدې ټولو مرستو د درولو اعلان کړې.
د طالبانو حکومت تر اوسه د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی. طالب چارواکو د اسلام دین څخه د خپل تعبیر پر اساس، په خپل حاکمیت کې پر افغان ښځو او نجونو د کار او تعلیم حقونو په ګډون په مختلفو برخو کې محدودیتونو لګولي دي چې له کبله ېې د هېواد دننه او بهر پرې نیوکې کيږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تر ګواښ مخکې، د پنجشنبې په ورځ دجرمونو نړېوالې محکمې لوی څارنوال هم اعلان وکړ چې هڅه کوي د طالبانو د رهبر ملاهبت الله آخوندزاده او د طالبانو د حکومت د مشر قاضي د نیولو حکم وکړي.
ورته نور ولولئ: د افغان مېرمنو یوې ډلې د طالبانو رهبرانو د نیولو د غوښتنې هرکلی کړی
له آرشیف څخه: